د ټویټر تاوان ۱۶۷ میلیونو ډالرو ته رسېدلې

د انځور حقوق Reuters

ټولنیزې شبکې ټویټر اعلان کړی، چې د تېر کال وروستیو دریو میاشتو کې یې کاروباري زیان دوه برابره شوی دی.

داسې اندېښنه څرګندیږي، چې د ټویټر له دغه اعلانه وروسته به یې د ونډو بیې په چټکۍ سره ټیټې شي.

د دغې شبکې مسوولین وايي د ۲۰۱۶ کال وروستیو دریو میاشتو کې یې د تاوان کچه ۱۶۷ میلیونو ډالرو ته ورسېده او د ۲۰۱۵ کال همدومره موده کې یې تاوان ۹۰ میلیونه ډالره وو.

د ټویټر کاروونکو شمېر پروسږ کال څلور سلنه ډېر شو او اوس دغه شمېر ۳۱۹ میلیونو ته رسېږي، خو له اعلانونو تر لاسه شوی عاید هغومره نه و، چې تمه یې کېده.

د تېر کال وروستیو دریو میاشتو کې که څه هم د وړم کال وروستیو دریو میاشتو پرتله د ټویټر عاید یو په سلو کې ډېر شو او له ۷۱۰ میلیونو ۷۱۷ میلیونو ته پورته شو، خو د ماهرینو تمه له دې ډېره وه.

دا د دریو میاشتو په مودې کې تر ټولو لږ ډېرښت و. ځینو داسې فکر کاوه، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرلپسې ټویټر استعمالوي او دې سره به د دغې ټولنیزې شبکې عاید هم ډېر شي، خو د ټویټر عملیاتي مشر انتوني نوټو له دغه فکر سره موافق نه دی.

هغه وايي رښتیا چې د ولسمشر ټرمپ د ټویټر زور ښکاره کړ، خو له یوه شخص یا پېښې سره ډېر لوی بدلون راتګ ګرانه چاره ده.

خو هلته د ټویټر اجرايي مشر جیک ډورسي ویلي، ۲۰۱۶ کال د ټویټر لپاره د بدلون کال و. هغه وايي، ټولې چارې سم لور ته ځي او ژر به یې ښې پایلې څرګندې شي.