هند فضا ته د ۱۰۴ سپوږمکیو په استولو ریکارډ مات کړ

  • 16 فبروري 2017 - 28 سلواغه 1395
د انځور حقوق .
Image caption فضا ته د ۳۷ سپوږمکیو استولو مخکینی ریکارډ روسیې جوړ کړی و

هند فضا ته په یوه توغندي کې د ۱۰۴ مصنوعي سپوږمکیو په استولو سره د روسیې هغه ریکارډ مات کړی، چې په ۲۰۱۴ کال یې ۳۷ مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته استولې وې.

دغه ډېری مصنوعي سپوږمکۍ- له درېیو پرته نورې ټولې په بهرنیو هېوادونو، په تېره بیا امریکا کې جوړې شوې وې.

دا توغندی د هند جنوب کې له سریهاریکوتا فضايي اډې څخه وتوغول شو.

څارونکي وايي، داسې دلایل شته چې هند په فضايي بازار کې- چې قیمت یې میلیاردونه ډالر اټکل شوی، د یوه مهم لوبغاړي په توګه ځان راڅرګندول غواړي.

د هند مصنوعي سپوږمکۍ د مریخ مدار ته ننوته

هند مريخ ته لومړنۍ فضايي سپوږمکۍ وتوغوله

فرانس پرېس خبري اژانس د دغو مصنوعي سپوږمکیو توغولو د پروژې د مشر بي جي کومار له خولې ویلي "دا زموږ هر یوه او ټولو ته یوه مهمه شېبه ده. نن موږ تاریخ جوړوو."

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر ټویټر لیکلي: "د هند د فضايي څېړنو د سازمان دا مهمه لاسته راوړنه زموږ د سایسني فضايي ټولنې او ولس لپاره د ویاړ یوه بله شېبه ده. د هند پوهانو ته سلام".

د انځور حقوق @NARENDRAMODI
د انځور حقوق @NARENDRAMODI

د چارشنبې په ورځ دا شېبه د ډېر وخت لپاره د ټویټر د کاروونکو د سر ټکی و.

له ټول ټال ۱۰۴ مصنوعي سپوږمکیو څخه یې ۹۶ په امریکا کې جوړې شوې، نورې په اسرائیلو، قزاقستان، متحده عربي اماراتو، سویس او هالنډ کې د نورو بهرنیو سرچینو له خوا جوړې شوې.

د امریکا "پلنېټ" شرکت له خوا ډېری دغه سپوږمکۍ د ځمکې انځور اخیستی شي.

باور کېږي چې د هند یوه مصنوعي سپوږمکۍ په لوړه کچه د ځمکې شفاف انځورونه اخیستی شي.

هند په ۲۰۰۹ کال کې فضا ته مصنوعي سپوږمکۍ واستوله، خو ډېر ژر یې له ځمکې سره اړیکې پرې شوې او په بل کال کې هم د هند سپوږمکۍ له توغولو وروسته وچاودېده.

په نوي ډیلي کې د بي بي سي خبریال سنجې مجومدار وايي، د هند دغه فضايي لاسته راوړنه د هند پرمختګونو کې یو بل بریالی ویاړمن کار دی.

سږ کال هند د فضایي پروګرام لپاره بودیجه ډېره کړه، چې زهرې سیارې ته هم د یوه ماموریت استولو هوډ لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption دا ۱۰۴ سپوږمکۍ لېږدوونکی توغندی د هند جنوب کې له سریهاریکوتا فضايي اډې څخه وتوغول شو

اړونده مطالب