ویټامین ډي؛ د زوکام، والګي او نورو سختو تنفسي ساري ناروغیو ضد وسله

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption څېړونکي وايي، د ویټامین ډي کارول باید زیات شي.

څېړونکي وايي، د ویټامین ډي کارول په برتانیا کې هر کال له دریو میلیونو ډېر خلک له زوکام او والګي ژغورلی شي.

ویټامین ډي نه یواځې د زوکام، والګي او نورو سختو تنفسي ساري ناروغو خطر کموي.

دغه ویټامین د روغو هډونو لپاره اړین دي او د ناروغیو په مخنیوي کې د بدن د دفاعي ځواک په وده کې هم مهم رول لري.

د بدن دفاعي نظام په ویټامین ډي سره بکتریا او وایروس له منځه وړي.

* ډېر ویټامین ډي، روغتیا پیاوړې کوي

* ویټامین (ډي) او کلسیم د بوډاګانو عمر اوږدوي

د پوهانو دا څېړنه د برتانیا طبي جورنال کې خپره شوې او سپارښت کوي چې په ورځنیو خوړو کې باید ویټامین ډي زیات کړو.

په دې څېړنه کې د ۱۴ هېوادونو له ۱۱ زرو ډېرو ناروغانو سره خبرې شوې او دا پایله اخیستل شوې، چې هره ورځ ویټامین ډي کارول تر ۱۲ سلنه عفونت یا د بدن میکروبي کېدل کموي.

د برتانیا ټول روغتیا وايي، د عفونت ضد د ډي ویټامین اغېزمنتیا په تړاو شمېرې پرېکنده نه دي، خو بیا هم د دې ویټامین زیاتول وړاندیزوي.

د لمر له وړانګو ویټامین ډي اخیستل

د انځور حقوق BIOPHOTO ASSOCIATES/SCIENCE PHOTO LIBRARY
Image caption که لویان کم ویټامین ډي لري، د هډوکو په درد اخته کېږي.

د انسان بدن چې لمر ته مخامخ وي، نو ویټامین ډي جوړوي او دا ویټامین په بدن کې ګرمي پیدا کوي. خو په یخني کې د کمزوري یا کم لمر له امله دا ویټامین هم په بدن کې کمېدلی شي.

همدا وجه ده چې په ډېرو هېوادونو کې د ژمي موسم کې چې لمر نه وي، د اوسېدونکو په بدن کې ویټامین ډي هم کمېږي.

دا چې ویټامین ډي د عفونت کنټرولولو کې څومره مهم دی، پوهانو د دې پوښتنې د ځواب لپاره پر ۱۱ زره ۳۲۱ کسانو ۲۵ مختلفې تجربې کړې دي.

د لندن کوین میرن پوهنتون د تنفسي سیستم عفونت څېړلی، چې له عادي زوکام نیولې تر نمونیا پورې عفونت پکې راځي.

* خوړو اوسنی انسان څنګه جوړ کړ؟

* ویټامینونه د سړیو د سرطان خطر کمولی شي

د څېړنې پایله وايي، چې په ټولیز ډول د ویټامین ډي کاروونکو ۳۳ کسانو کې یو له عفونت ژغورېدلی شي.

دا پایله د انلفوینزا یا زوکام له واکسین غوره ده چې په هرو ۴۰ کسانو کې یوه ته ګټور دی.

پر دې سربېره د میاشتې پر ځای هره ورځ یا اونۍ کې ویټامین ډي کارول ډېره ګټه لري.

ویټامین ډي ولې مهم دی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کومو ماشومانو بدن چې کم ویټامین ډي لري، هډوکي یې سمه وده نه کوي او ممکن بدشکله بڼه غوره کړي.

د ویټامین ډي اصلي دنده په بدن کې د کلسیم او فاسفېټ یا فاسفوریک اسید مالګې اندازه برابرول دي، چې د بدن په وده او د هډوکو، غاښونو او عضلو په روغتیا او خوندیتوب کې ډېر اهمیت لري.

که د ماشومانو په بدن کې د کلسیم او فاسفېټ اندازه کمه وي، نو هډوکي یې نرم او کمزوري وي او د ودې په کولو سره همداسې کمزوري پاتې کېږي او ممکن بده بڼه یا شکل غوره کړي.

که په لویانو کې ډي ویټامین کم وي، نو هډوکي یې نرمېږي، چې له امله یې د هډونو او عضلو سخت درد ورته پېښېږي.

* د سړو وهلو د مخنیوي ساده لارې چارې

* هغه ناروغۍ چې انسان یې مخه نیولی شي

خو ویټامین ډي هم په اندازه پکار دی، ځکه که ډېر شي، نو په وینه کې ډېر کلسیم تولیدوي چې له امله یې د زړه او پښتورګو یا بډوډو(ګردو) ستونزې پیدا کېدلی شي.

څېړونکي دا هم وايي، چې په خپلسر د ډي ویټامین کارول پکار نه دي، بلکې له ډاکټر سره تر سلا مشورې وروسته دې دا کار وشي.

د ویټامین ډي کارولو غوښتنه

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption ډېر ویټامین ډي کارول هم د زړه او پښتورګو ناروغۍ پیدا کولی شي.

دا څېړونکي وايي، له هېوادونو غواړي چې د امریکا او فنلېنډ په څېر دوی هم ډي ویټامین د ډوډۍ په څېر د خوړو برخه کړي.

د دې څېړنډلې یو غړی پوهاند ایډرین مارټینو وايي، ویټامین ډي کارول په برتانیا کې هر کال له والګي او زوکام له دریو میلیونو ډېر خلک ژغورلی شي.

* ''د اوږده عمر لپاره سره مرچ''

* بایسکل چلول او روغتیا ته یې ګټې

"د برتانیا په ۶۵ میلیونه وګړو کې ۷۰ سلنه یې هر کال لږ تر لږه له یوه عفونت سره مخ کېږي، خو د ویټامین ډي ورځني یا اونیز کارول ۳،۲۵ میلیونه وګړي له والګي او زوکام ژغورلی شي".

د برمنګم پوهنتون استاد پوهان مارټین هیویسن دا څېړنه پاموړ بولي او وايي، د ډي ویټامین کارولو کې د دې ډلې ملاتړ کوي، ځکه چې هډوکو ته ګټه رسوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر لمر سربېره، شیدې، هګۍ، سبزۍ، غلې دانې هم د ویټامین ډي سرچینې دي او د ګولیو په څېر هم پیدا کېږي.

اړونده مطالب