سويلي کوریا کې به د ښځو عمر کچه تر ۹۰ کلونو واوړي

Korean woman د انځور حقوق Getty Images

نوې څېړنې ښيي چې د سوېلي کوریا ښځې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې په اوسط ډول تر ۹۰ کلونو ډېر عمر ته رسېږي.

دا د لندن امپریال کالج او د روغتیا نړیوال سازمان د څېړنو پایلې دي چې په ۳۵ صنعتي هېوادونو کې یې د ژوند منځنۍ کچې شمېرې تحلیل کړي دي.

دا څېړنه دا اټکل هم کوي چې په راتلونکو لسیزو کې به د نړۍ په ټولو برخو کې د وګړو ژوند په اوسط ډول اوږدېږي.

څېړنه وایي، د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې د نارینه و او ښځو ترمنځ د عمر واټن په کمېدو دی. څېړونکي وایي، په دې ډګر کې سویلي کوریا تر ټولو مخکې ده. په دې هېواد کې په پرله پسې لسیزو کې د مېرمنو د ژوند بڼه ښه شوې او اوسط عمر یې هم اوږد شوی دی.

اوس داسې اټکلونه کېږي چې په راتلوکو لسو پنځلسو کلونو کې د سویلي کوریا مېرمنې په منځني ډول ۹۰ نوي کاله ژوند کولو ته رسېږي. څېړونکي وایي، یوازې روغتیا نه ده چې د سویلي کوریا مېرمنې ترې برخمنې دي، بلکې په دغه هېواد کې د تعلیم، کار او نورو ډېرو برخو کې هم مېرمنې له سړو سره برابرې دي.

+ جاپان کې تر ټولو د اوږد عمر مېرمن ومړه

+ د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر سړی ۱۱۲ کلنۍ کې ومړ

د سویلي کوریا د وګړو د ښې روغتیا یوه بله نښه دا هم ده چې بیخي کم خلک پکې له رواني فشار، چاغۍ او نورو ناروغیو کړیږي.

تر دې وړاندې د جاپان وګړو د نړۍ په کچه تر ټولو اوږده عمرونه درلودل. خو وروستۍ څېړنې ښیي چې دا هېواد اوس په دې لېست کې را لوېدلی. جاپانۍ مېرمنې اوس هم تر ټولو اوږده عمرونه لري. خو ډېر ژر به د سویلي کوریا او فرانسې مېرمنې دا لقب خپل کړي.

د انځور حقوق Thinkstock

که خبره د نارینه و د عمر د اوږدوالي وشي، جاپان په نړۍ کې څلورم ځای لري. خو اټکل کېږي چې په راتلونکو کلونو کې به ۱۱ ځای ته را ولوېږي.

د شتمنو هېوادونو په ډله کې بیا د امریکا وګړي تر ټولو لنډ عمرونه لري. په امریکا کې نارینه په منځنۍ کچه ۸۰ کاله او مېرمنې ۸۳ کاله ژوند کوي. خو همدومره عمرونه د مکسیکو او کروشیا ښځې او سړي هم لري، حال دا چې دا دواړه هېوادونه شتمن نه دي.

څېړونکي پر امریکا دا نیوکه هم کوي چې د شتمنو او بې وزلو وګړو په ژوند کې یې توپير بیخي ډېر دی. ښایي له همدې امله یې د وګړو د عمر اوسط کچه را لوېدلې وي.

+ که اوږد عمر غواړئ، زیاته میوه او سابه وخورئ!

څېړنه بیا د برېتانیا وګړو لپاره ښه زېری لري. په راتلونکو پنځلسو کلونو کې به په برېتانیا کې سړي اوسطاً ۸۲ کاله ژوند کوي. دا مهال دا کچه ۷۹ کاله ده. برېتانوۍ مېرمنې به هم د ۸۳ کالو پر ځای په اوسط ډول ۸۵ کاله ژوند کوي.

څېړنه وایي، نارینه عموماً تر ښځو لنډ عمرونه لري، او لامل یې ښایي د دوی د ژوند بڼه وي. هغه داسې چې نارینه تر مېرمنو ډېر الکول څښي، ډېر سګرټ وهي، سخت کارونه کوي او په جګړو یا ترافیکي پېښو کې هم ډېری وخت سړي وژل کېږي.

خو اوس دا واټن په کمېدو دی. لامل یې دا دی چې اوس د پاخه عمر سړو ژوند تر پخوا ښه شوی. د څېړونکې ډلې یو غړی، پروفیسور ازاتي وایي، لنډه خبره دا ده چې که هېوادونه د روغتیا په برخه کې ډېره پانګونه وکړي، او ټول وګړو ته روغتیایي خدمات برابر کړي، ښکاره خبره ده چې د وګړو روغتیا به ښه وي او عمرونه به یې اوږدېږي.