فیل ولې لږ ویدېږي؟

د انځور حقوق Wits University
Image caption پوهان وايي، د فیل د لویې سټې له امله ممکن دا ژوی کم خوب لري.

ځنګلي افریقايي فیل د نورو تي لرونکو په پرتله ډېر لږ ویدېږي.

ساینسپوهانو په بوتسوانا کې پر دوو فیلانو څېړنه کړې چې د دې ژویو د خوب په هکله لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.

دوی وايي د ژوبڼ فیلان د ورځې له څلورو تر شپږو ساعتونو خوب کوي، خو د دوی چم ګاونډ کې ځنګلي فیلان یواځې د شپې دوه ساعته ارام لري.

د فیلانو د ګلې مشره یان مشر ان کله کله د څو ورځو لپاره ویښه پاتې کېږي.

* فیلان ولې په سرطان نه اخته کېږي؟

* هند کې "د نړۍ تر ټولو زړه" فیله مړه شوه

په دا مهال ممکن دوی له زمریو او ښکاریانو د ځان ژغورنې لپاره ډېر واټن سفر کوي.

دوی په دریو یا څلورو ورځو کې سم خوب(ژور خوب) یا د خوب لیدلو لپاره ویدېږي، هغه هم د ولاړې پر ځای څملي.

د سوېلي افریقا په ویټواټرسرېنډ پوهنتون کې پوهاند پاول مېنګر وايي، له دې امله د فیلانو خوب له نورو ژوو سره توپیر لري.

هغه بي بي سي ته وویل: "په تي لرونکو کې فیلان خورا ډېر کم خوب لري، داسې شکاري چې دا د دوی د بدن د لویې اندازې له امله دی".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پوهان غواړي پر فیلانو نورې څېړنې هم وکړي.

داسې ښکاري چې فیلان یواځې په دریو یا څلورو ورځو کې خوب ویني. او چې دوی ښه یاد هم لري، نو دغه لږ خوب یې هغه تیوري تر پوښتنې لاندې راولي چې سم خوب د یاد له پیاوړتیا سره تړي.

هغه فیلان چې تړل شوي لا ډېر مطالعه شوي دي، چې د دوی په ځنګلي ژوند کې یې د خوب او عادتونو په هکله ډېر معلومات ترلاسه شي.

پوهاند مېنګر او د هغه څېړنډلې د دې ژویو د خړتوم د څرمنې لاندې ساینسي وسایل نصب کړي و.

* ایا حیوانات د خپلوانو پر مړینې غم کوي؟

* فيلان د نارينه و او ښځو غږ تشخيصولی شي

دې الو دا ثبتول چې فیلان کله خوب کوي او دا معلومات د پنځو دقیقو یا له هغه د ډېر وخت لپاره د خړتوم د نه خوځېدلو پر مهال ترلاسه کېدل.

په دې دوو فیلانو کې هم ګېروسکوپ اېښودل شوی و، چې د خوب حالت یې معلوم کړي.

دواړه فیلان پنځه اونۍ څارل شوي، چې د دوی د طبیعي خوب د جوړښت په هکله نوي معلومات ترلاسه شي.

موږ دا نظریه لرو چې فیلان به د خپلې لویې تنې له امله په تي لرونکو ژوو کې تر ټولو کم خوب لري. "دا چې ولې داسې دي، موږ ډېر ډاډه نه یو، خو د خوراک او بیا تولید ترڅنګ خوب هم د بیالوجي د عیر عادي رازونو له ډلې دی، دا یو بیالوجیک امر دی چې موږ باید د پایښت لپاره خوب وکړو".

د خوب لیدلو خوب

د انځور حقوق Wits University
Image caption پوهانو د فیلانو د څېړنې لپاره د دوی د خړتم لاندې څرمن کې وسایل اېښي وو.

په ټول کې د لویو تنو تي لرونکي د کوچنیو هغو په پرتله ډېر خوب کوي.

د بېلګې په ډول د سلات په نوم ژوی د ورځې ۱۴ ګړۍ خوب لري، خو انسان تر ۸ ساعتونو بیدېږي.

خو دا لا هم یو راز دی چې فیلان ولې له دومره لږ خوب سره پایېږي.

څېړونکي غواړي د نرانو په ګډون پر ډېرو فیلانون نوره مطالعه هو کړي.

دوی دا هم غواړي چې فیلانو کې د سم خوب په هکله ډېر معلومات ترلاسه کړي.

دا د خوب یو ډول دی چې برانیا کې لیدل کیږي، په تي لرونکو مرغیو او ان بلیونګړیو( ببره مږه) کې.

تي لرونکي، مرغان او ان خځندې هم سم خوب لري او ډېری تي لرونکي هره ورځ دا خوب کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فیلان چې له یوې سیمې بلې ته ځي ان ممکن تر دریو یا څلورو ورځو سم خوب ونه لري.