یو میلیون مرسیډیز موټر د اور اخیستو له وېرې راټولېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption د ډېملر په وینا، په دې پېښو کې د مړینې او یا ټپي کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.

د جرمني ډېملر شرکت د خپل مرسیډیز - بنز ډوله نژدې یو میلیون موټرو بېرته راټولولو هوډ کړی، چې څه باندې ۳۰۰ زره یې امریکا او ۷۵ زره نور بریتانیا کې دي.

دغه شرکت دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې، چې په ۵۱ پېښو کې د اور اخیستو خبرداری ورکړل شوی و.

د ډېملر په وینا، په دې پېښو کې د مړینې او یا ټپي کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.

ډېملر زیاتوي، په ځینو "اې"، "بي"، "سي" او "اي" ډوله موټرو کې یې برېښنايي فیوزونو کې نیمګړتیا رامنځ ته شوې وه، خو په "سي اېل اې" او "جي اېل "سي" ګاډو کې یې هم ستونزه وه، چې ځینې وخت یې د حرارت درجه "بې سارې لوړې" کچې ته پورته کېده.

د جرمني دغه شرکت وايي، تر ډېره دغه وېره د موټر چالانولو پرمهال رامنځ ته شوې.

یاد شرکت وايي، د نویو ګاډو جوړولو کې یې دا ستونزه حل کړ ده او ګڼ موټر به له خرڅلاو وړاندې جوړ تیار وي.