هغه سینګار چې روغتیا ګواښي

  • 17 مارچ 2017 - 27 کب 1395
د انځور حقوق GETTY IMAGES/PA
Image caption جامې تګ او ناسته ولاړه هم زیانمنوي.

برېټېش کایرو پېکټک ټولنه یا بي سي اې وايي، خورا تنګې یا په بدن پورې نښتې جامې، د ډېرو جګو پوندو بوټان او لوی لاسي بکس بدن ته تاوان رسولی شي.

خو په ورته مهال نورې ادارې دا ډول وېره ردوي.

بدن پورې نښتې جامې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېرې تنګې جامې د تګ مخه هم نیسي.

بي سي اې وايي، په بدن پورې نښتې جامې د کار خنډ کېږي. دا جامې د بدن پر بندونو زور روالي او له امله یې ټوپ اچول یا غوټه وهلو او تګ کې د ستونزې ګاللو طبیعي ځواک کمېږي .

لوی بکس

د انځور حقوق EDUARDO PARRA
Image caption لوی بکس په اوږه زور راولي.

بي سي اې وايي، لوی بکس په مېرمنو کې د ملا دردر یوه بنسټیزه وجه ده، ځکه په تګ کې پر یوه اوږه ډېر زور راځي او تر بلې اوږې ټیټيږي.

د درنې خولۍ کوټ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption درانه خولۍ هغه وخت ورمېږ باندې زور راولي کله چې پورته ګورئ.

دا اداره وايي، د لوی یا پېړ کوټ خولۍ پر سرول هم پکار نه دي، ځکه په پورته کتلو کې پر غاړه یا ورمېږ زور راولي.

د جګو پوندو بوټان

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ډېر وخت راهیسې دا خبرې شته چې د جګو پوندو بوټان صحت ته ښه نه دي.

دا ډول بوټان انسان ځانګړی حالت غوره کولو ته مجبوري چې له امله یې د ملاتیر هډونو کې ستونزه پیدا کېږي.

بې ښنګرواښتي څپلکې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بې ښنګرواښتو څپلکې هم بدن ته تاوان لري.

بي سي اې وايي، داسې څپلکې پښو کول هم پکار نه دي چې ښنګرواښتی نه لري او شاته پرانیستې وي، ځکه دا ښنګری ور سره نه تړي او له امله یې پر پوندو او د ورمېږ لاندې برخه باندې زور راځي.

دا اداره دا هم وايي، چې د سینګار لپاره د ډېر وزن سره په لاس کول او نورې جامې هم ستونزې پیدا کولی شی.

ریښتیا څه دي؟

بي سي اې پر یو زر شپېتو کسانو څېړنه کړې او په پایله کې یې معلومه کړې چې له دوی ۷۳ سلنه کسانو له ملادرد شکایت درلود، خو ۳۳ سلنه نورو دا درد نه لاره، لامل یې هم د دوی جامې ښودلې چې پر ورمېږ او نور بدن اغېز کوي.

دا اداره وايي، دا ډول سینګار توکي یا پایزار ستاسو کار اغېزمنوي او په تګ او ناسته ولاړه کې درته ستونزې پیدا کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغې جامې چې دې ادارې د روغتیا لپاره خطري بللې دي.

دوی وايي، کله چې جامې اخلۍ نو ملا او ورمېږ له یاده مه باسئ او داسې کالي غوره کړئ چې ستاسو له ورځني ژوند او کار سره مناسب وي او کله هم چې درانه وسایل لېږدوئ، نو ټیري ګاډۍ وکاروئ.

خو د ملا درد کارپوه ډاکټره مریم دا څېړنه ډاروونکې مګر له ساینسي حقیقت لرې بولي.

د فزیوترافي پوهانو ټولنې مشر سټیو ټولن وايي، خلک دې هر هغه څه اغونځي چې خوند ور کوي، هغه که په بدن پورې نښتې جامې وي او یا هم د درنې خولۍ لرونکې کوړتۍ(کوټ).

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption د ملا درد په هکله سم معلومات ترلاسه کول ضروري دي.

د ملادرد لپاره غوره سپارښتنې

پوهان دا سپارښتنې لري.

  • ځان بوخت وساتئ.
  • ښه خوب وکړئ.
  • تر وروستي حده له زور وهلو ډډه وکړئ.
  • مناسب وزن ولرئ.
  • ډېر وخت ملا درد پخپله جوړېږي، ډېر ورته تشویش مه کوئ.
  • د ملا درد په هکله ډېر معلومات ترلاسه کړئ.
  • که په څو اونیو کې ښه نه شوئ یا درد کم نه شو، طبي مرسته وغواړئ.