'نړۍ کې تر ټولو د روغ زړه لرونکي خلک'

د انځور حقوق MICHAEL GURVEN
Image caption د (تسیماني) قبیلې ښځې هره ورځ نژدې ۱۶ زره ګامه ګرځي

د "لانسټ" طبي ساینسي خپرنۍ د یوې څېړنې پربنسټ، د امازون ځنګلونو کې بولیویا ته څېرمه د 'چي مي ني' یا (تسیماني) قبیلې د خلکو زړونه په ګرده نړۍ کې ډېر روغ زړونه ګنل شوي.

څېړنه وايي، دوی ډېر کم د زړه د رګونو له بندېدو یا د زړه د درېدو له پېښو سره مخامخېږي.

د هګۍ ډېر ژیړ خوړل د زړه ناروغي پیدا کوي

'د وینې معاینې له لارې د زړه احتمالي حملې معلومول ممکن دي'

ددې قبیلې خلک چې شمېر یې ایله ۱۶ زرو ته رسېږي، په ډېر ابتدايي ډول له زرګونو کلونو راهیسې د ښکار او کب نیونې له لارې خپل خواړه چمتو کوي او د زړونو سلامتیا ته یې ډاکټران هم ګوته په غاښ دي.

د امازون ځنګل دغو ژورو ته ډاکټرانو او پوهانو پخپلو سفرونو کې د دغو خلکو د زړونو رګونو د کلسیم کچه په ډاګه کړه.

د انځور حقوق MICHAEL GURVEN
Image caption ددغې قبیلې غړي طبیعي خواړه خوري.
د انځور حقوق BEN TRUMBLE
Image caption ددې قبیلې خلک چې شمېر یې ایله ۱۶ زرو ته رسېږي، په ډېر ابتدايي ډول له زرګونو کلونو راهیسې د ښکار او کب نیونې له لارې خپل خواړه چمتو کوي چې د زړونو روغتیا ته یې ډاکټران هم ګوته په غاښ دي.

د دوی پایلو وښوده، چې د دې قبیلې په ۴۵ کلنو وګړو کې د زړونو د رګونو نیوونکي کلسیم یا سي اې سي هېڅ کوم اثر ونه موندل شو؛ حال دا چې ۲۵ سلنه امریکایان په دې عمر کې یاد کلسیم لري.

ددې قبیلې دوه پر درې وګړي په ۷۵ کلنۍ کې د یاد کلسیم له ستونزې خلاصېږي، حال دا چې ۸۰ سلنه امریکایان په همدې عمر کې دغه کلسیم لري.

"د زړه سوري کېدو ناروغي مخ په ډېرېدو ده"

د خوښۍ ځینې شېبې ښايي ' زړه ته زیان ورسوې '

ډاکټران او څېړونکي وايي، ان یو کس په دې قبیله کې هم د ځوانۍ په عمر کې د زړه د ناڅاپه حملې له کبله نه دی مړ شوی.

دا کچه د نړۍ په نورو برخو کې د ډاکټرانو په اند ډېره لوړه ده.

ددې قبیلې وګړي د ښکار، کب نیونې او د خپل دودیز کښت له لارې خوراکي توکي چمتو کوي.

د انځور حقوق MICHAEL GURVEN
Image caption دا قبیله له زرګونو کلونو راهیسې د ښکار او د کب نیونې او ابتدايي کښت له لارې خپل خواړه چمتو کوي

د دوی د زړونو د سلامتیا یو مهم لامل د دوی فزیکي فعالیت دی، چې سړي یې په ورځ کې کابو ۱۷ زره او ښځې یې نژدې ۱۶ زره ګامه پلي ګرځي او تر ۶۰ کلونو د ډېر عمر بوډاګان یې هم تر ۱۵ زرو ډېر ګامه ګرځي، حال دا چې د نړۍ په نورو برخو کې د ورځنۍ پلي ګرځېدا لوړه کچه ایله ۱۰ زرو ګامونو ته رسېږي.

څېړنډله وايي، د زړه د رګونو د سلامتیا لپاره هره ورځ له غوړو ډډه کول، سیګرټ نه څول او ډېر فزیکي فعالیت کول ډېر اغېزمن تمامېږي.

"د ميندواره مېرمنو خوراک د ماشوم پر زړه اغېز لرلی شي"

اوس پوښتنه دا ده چې چیمانیان څوک دي؟

د مالوماتو پر بنسټ نژدې ۱۶۰۰۰ بومي چیمانیان بولیویا کې د امازون باراني ځنګلونو کې د منیقوي سیند پر غاړو د کبانو په نیولو، ښکار او لومړنۍ بڼې کرهنې ژوند کوي. د دوی د ژوند بڼه په زرګونو کلونو وړاندې بشري تمدن کې خلکو ته ورته ده. د پوهانو او ډاکترانو ډلې الوتکو کې وروسته له څو اوږدو الوتنو او د کښتیو په کارولو وتوانېدل د دغو خلکو تر استوګن سیمو ځان ورسوي.

څنګه کېدای شي خپل اوسني خواړه د چیمایانو سره پرتله کړو؟

وحشي خوګان او هغوی ته ورته تي لرونکي ژوي د دوی د خوراک ۱۷ سلنه او د روانو اوبو کبان د دوی د خوړو ۷ سلنه جوړوي. په بله مانا ۷۲ سلنه اړینه کالوري له کاربوهایدرېته ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې دا د امریکا د خلکو د خوړو ۵۲ سلنه جوړوي.

همدارنګه دوی ۱۴ سلنه غوړ مصرفوي خو د امریکایانو ۳۴ سلنه ده.

له دې څېړنې څه زده کولای شو؟

خوراکي رژیم او فزیکي فعالیت د زړه د روغتیا لپاره کافی دی؟

د انځور حقوق MICHAEL GURVEN
Image caption څېړنډله وايي، تسیماني وګړي هره ورځ ډېر فزیکي کار کوي، چې فزیکي خوځښت د زړه د سلامتیا مهم لامل دی

څېړنو دا ښودلې چې دغه خلک د عادي انسانانو پرتله تنباکو لږ کاروي. د څېړونکو د ډلې مشر ډاکتر ګریګوري توماس وايي دا څېړنې موږ ته را زده کوي چې موږ باید تر اوسنۍ کچې ډېر ورزش وکړو.

د ده په اند ښاري کېدل او کاري ځواک تخصصي کېدل د زړه د ناروغۍ لامل کېدای شي. دا په داسې حال کې دی چې چیماني بومیان په ټولنې کې اوسېږي، ډېری اجتماعي دي او راتلونکې ته په مثب نظر ګوري.

اړونده مطالب

ورته مطالب