د پوستکي ملهمونه اور اخیستونکي دي

د انځور حقوق Carol Hoe
Image caption فلیپ په ۲۰۰۶ کال کې د پوستکي ناروغیو د درملنې لپاره پرافین لرونکي ملهم پر ځان موښلی و، خو کله یې چې د سګرټ لپاره لایټر بل کړ، نو اور یې واخیست.

د پوستیکي هغه ملهمونه (ملهمونه) چې په ترکیب کې یې ډېره اندازه پرافین کارول شوي وي، لمبو ته د نژدېوالي پر مهال اور اخلي.

هغه کسان چې د پوستکي ناروغیو د درملنې لپاره پرافین لرونکي ملهمونه کاروي او خپل کالي او د بستر څادر نه بدلوي، نو شونې ده چې پرافین پکې ځای ونیسي او د ګوګړ یا لایټر لمبې ته د نژدیوالي پر مهال اور واخلي.

هغه سینګار چې روغتیا ګواښي

Image caption هغه ملهمونه چې په ترکیب کې یې پرافین کارول شوي وي، باید د (اور اخیستنی) خبرداری پرې ولیکل شي.

په برتانیا کې د درملو څارونکې ادارې ټولو درمل تولیدوونکو شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې په پرافین لرونکو کریمونو د اوراخیستنې احتیاطي خبرداری ولیکي.

د بي بي سي د یوه څېړنیز رپوټ له مخې، له ۲۰۱۰ کاله را پدې خوا ۳۷ کسان د پرافین لرونکو کریمونو د اوراخیستنې له امله مړه شوي دي.

هغه ملهمونه چې په ترکیب کې یې پرافین کارول شوي وي، باید د (اور اخیستنی) خبرداری پرې ولیکل شي.

موبایل د خپل څښتن په روغتیا او نورو رازونو پوهېږي

Image caption تر ۵۰ سلنه د زیات پرافین لرونکو کریمونو پر ډبیو باید د (اوراخیستنې) خبرداری ولیکل شي

د کیرول هو مېړه فلیپ په ۲۰۰۶ کال کې د پوستکي ناروغیو د درملنې لپاره پرافین لرونکي ملهم پر ځان موښلی و، خو کله یې چې د سګرټ لپاره لایټر بل کړ، نو اور یې واخیست.

کیرل وايي: ((کله مو چې فلیپ روغتون ته ورساوه، نو د روغتون کارکوونکو راته وویل چې ۹۰ سلنه بدن یې سوځېدلی دی، هغه مهال نو موږ هیڅ نه شول کولای او ومړ.))

له یادې پېښې وروسته د پرافین لرونکو کریمونو د اوراخیستنې مسلې د چارواکو پام خپل کړ او درمل تولیدوونکو شرکتونو ته یې سپارښتنه وکړه چې تر ۵۰ سلنه د زیات پرافین لرونکو کریمونو پر ډبیو باید د (اوراخیستنې) خبرداری ولیکل شي.

ورته مطالب