سامسنګ له ترمیم وروسته نوټ ۷ بازار ته وړاندې کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سامسنګ وايي، که ځايي چاروکي يې ومني او د دې ټیلیفونو لپاره غوښتنې هم وي، نو دوی به دغه ګرځنده موبایلونه خرڅلاو ته وړاندې کړي.

سامسنګ کمپنۍ هیله لري چې ۲٫۵ میلیونه ګلکسي نوټ ۷ بازار ته وړاندې کړي.

دا وروسته له هغه کېږي چې ګلکسي نوټ ۷ موبایل بټرۍ کې د اورلګېدنې له کبله په دغو ټیلیفونو بندیز ولګېده.

الوتکه کې سامسنګ تیلېفون اور اخیستی

سامسنګ څلورو شرکتونو کې خپله ونډه پلورلې

امریکا: د ویکي لیکس-سي آی اې افشاګرۍ په تړاو څېړنې پیل شوې

سامسنګ وايي، که ځايي چاروکي يې ومني او د دې ټیلیفونو لپاره غوښتنې هم وي، نو دوی به دغه ګرځنده موبایلونه خرڅلاو ته وړاندې کړي.

یاده کمپنۍ به خپل نوی تولید د مارچ پر ۲۹مه بازار ته راوباسي.

سامسنګ وايي، د نویو ټیلیفونونو د ټینګښت لپاره یې له درنو اوسپنو کارولو ډډه کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سامسنګ له ترمیم وروسته نوټ ۷ بیا بازار ته وړاندې کوي

سامسنګ: پېرودونکي دې ګلکسي نوټ ۷ موبایل کارول ودروي

سامسنګ د ګلکسي نوټ ۷ موبایل تولید "دروي"

د انځور حقوق .
Image caption د تیلېفون څښتن براین ګرین وايي، تیلېفون یې د الوتکې پر غولي وویشت

اړونده مطالب

ورته مطالب