سامسنګ ګلکسي ایس ۸ بازار ته وړاندې کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption نوی ځېرک ټیلیفون به د اپریل پر ۲۱ بازار ته وړاندې شي

کوریایي شرکت سامسنګ خپل نوی ځیرک تیلیفون (ګلکسي ۸) بازار ته وړاندې کوي.

د کارپوهانو په وینا، د دې تیلیفون په نوې بڼه کې کوم لوی بدلون نه تر سترګو کېږي، خو ځیني نوې ځانګړتیاوې لري.

د نوي ماډل پرده (سکرین) د پخوانیو هغو پرتله یو څه لویه ده.

ښایي د سامسنګ تیلیفونونو مینه والو لپاره تر ټولو مهمه پوښتنه د دې نوي تیلیفون د بېټرۍ په اړه وي.

سامسنګ له ترمیم وروسته نوټ ۷ بازار ته وړاندې کوي

الوتکه کې سامسنګ تیلېفون اور اخیستی

سامسنګ څلورو شرکتونو کې خپله ونډه پلورلې

په تېر کې د سامسنګ تیلیفون کله نا کله د بېټرۍ ستونزه درلوده. تېر کال د دې شرکت ګڼ شمېر تیلیفونونه له دې کبله بېرته ور ستانه کړای شول چې بېټرۍ یې په ناڅاپي توګه چاودېدلې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سامسونګ د خپل نوي مبایل ډیزاین هنر ته ورته بللی

یو شمېر هوایي شرکتونو آن خلکو ته اجازه نه ورکوله چې د هوایي سفر پر وخت خپل سامسنګ تیلیفون له ځان سره وساتي.

خو اوس دغه شرکت ادعا کوي چې په نوي ګلکسي اېس ۸ تیلیفون کې دا ستونزه حل شوې ده. د شرکت یو چارواکي جان دنیل آیم وايي:

'' د بېټرۍ په برخه کې موږ سبق زده کړ. دا ځل مو ورته ډېر پام کړی. کیفیت یې ښه شوی. نوی اېس ۸ تیلیفون به دا ستونزه ونه لري. خو خبره یوازې د بېټرۍ نه ده. موږ په نورو برخو کې هم ډېر ښه والی راوستی. له تېرې ترخې تجربې مو ډېر څه زده کړل ''

یوه بله ځانګړتیا یې د بېکسبي په نامه هغه اپلیکشن دې چې ستاسې پوښتنې ځوابوي او که په تیلیفون کې د ننه د یو کار لارښوونه ورته وکړئ، لکه د یو چا شمېره را پيدا کول، یا یو چا ته زنګ وهل، یا فیسبوک پرانیستل، نو بس بیکسبي ته په غږ کې ووایئ، نور کار دی پخپله کوي. ښاغلي آیم د ډې اپلیکېشن په اړه وایي.

' د بېکسبي کار یوازې دا نه دی چې پر انټرنټ دې مواد ولټوي. بلکې په تیلفون کې د ننه د موادو او معالوماتو د لټون لپاره هم ډېر ګټور دی. بل ښه والی یې دا دی چې په نیمه خبره پوهېږي. یعنی اړ نه یاست چې هره خبره ورته ټکي په ټکي وکړئ. دی پخپله پوهېږي. که پوه نه شي بیا درنه نور معالومات غواړي ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سامسونګ وايي، ګرانه ده، چې د نوي ټیلیفون د پردې پای او د چوکاټ پیل معلوم شي

دا خو به وروسته معلومه شي چې مینه وال د سامسنګ دا نوی تیلیفون څومره خوښوي، خو ننګونې یې پر وړاندې ډېرې دي.

وال سټریټ ژورنال د دې نوي ماډل په اړه په خپله ځانګړې لیکنه کې ویلي، په دې تیلیفون کې ډېری هغه اپلیکېشنونه کارېدلي چې د اپل او مایکروسافټ شرکتونو وار له مخه بازار ته په بله بڼه را ایستلي وو.

سامسنګ خپله هڅه کړې، خو له لویو حریفانو میدان ګټل به ورته اسانه نه وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب