د پلي تګ پرمهال موبایل کې لاس وهل مرګوني دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر سړکونو د تګ او اوښتو پر مهال د ناپامۍ له امله ډېر ماشومان، غټان او زاړه ټپیانېږي

د امريکا د لویو لارو د خونديتابه ټولنې د اټکل له مخې په ۲۰۱۶ کال کې ۶ زره پلي کسان وژل شوي دي.

د یادې مړینې یو لامل يې پر لاره د پلیو او موټر چلوونکو له خوا د ځیرکو موبایلونو کارول ښودل شوي دي.

په رپوټ کې د موټر چلوونکو ډېروالی، د اقتصادي وضعیت ښه کېدل، د نفتو ټیټې بیې او د ځغاستې او نورو موخو لپاره پر سړکونو ډېر پلی تګ د پلیو د زیاتي مرګ ژوبلې نور عوامل یاد شوي دي.

شراب هم د ۳۴ سلنه پلیو او ۱۵ سلنه موټر چلوونکو د مړینې لامل ګڼل شوی.

د امريکا د لویو لارو د خونديتابه ټولنې په رپوټ کې کارول شوي معلومات د ۲۰۱۶ کال د روستیو شپږو میاشتو دي چې د امریکا له ټولو ایالتونو راټول شوي دي.

د سیلفي اخیستلو پر مهال د خلکو مړینه په زیاتېدو ده، مخنیوی يې څنګه کولی شو؟

'د سیلفي لېونتوب'؛ دوه کسان خیبر پښتونخوا کې سیند یوړل

د بریتانیا لارو د خوندیتابه اداره وايي، په دغه هېواد کې هم د ګرځندو موبایلونو له امله پېښدونکي خطرونه په ډېرېدو دي.

د یاد هېواد د سړکونو د خوندیتابه مسوول نیک لایډ وايي، پر سړکونو د تګ او اوښتو پر مهال د ناپامۍ له امله ډېر ماشومان، غټان او زاړه ټپیانېږي: "دا هر څه پر لاره د سندرو اورېدو، مقابل لوري سره د خبرو کولو، پیغام استولو او نټ کارونې پایله ده. "

د انځور حقوق AFP
Image caption په برتانیا کې هم په موبایلونو کې د بوختېدو له امله پېښېدونکي خطرونه په ډېرېدو دي

د نړۍ یو شمېر ښارونه په پلیو لارو له ځیرکو موبایلونو سره د بوختیا د کمونې په پار لاس په کار شوي دي.

د جرمني د اګسبرګ ښار د بسونو په تمځی کې سرې او شنې اشارې ځای پر ځای شوي چې په موبایل کې شله ګوته وهونکي متوجه کړي.

دوه هندي زده کونکي د 'سیلفي' اخیستو پر مهال سیند کې لاهو شول

اړونده مطالب

ورته مطالب