د هلک زيږولو لپاره د يوې هندۍ ورځپاڼې لارښوونې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هلک ماشوم د زېږولو شونتیا د زیاتولو لپاره د ورځپاڼې په مقالې کې شپږ لارښوونې شوې دي.

د دې لپاره چې خلک د نجلۍ پرځاې یو هلک ماشوم وزيږوي، یوې هندۍ ورځپاڼې خپلو لوستونکو ته ځینې داسې لارښوونې کړي چې د ساینس له نظره بې بنسټه دي- ورځپاڼې مېندو ته مشوره ورکړې چې ډېر خوراک وکړي او د ویده کېدو په وخت کې لوېدیځ خواته مخ واړوي.

جېنټ جېکسن ۵۰ کلنۍ کې ماشوم زېږولی

خپل ماشوم څنګه زده کړې ته هڅولی شئ؟

د ماشوم جنسیت د پلار په سپرمونو کې د کروموزومونو له مخې ټاکل کېږي. خو د هند په جنوبي ایالت کېرالا کې د منګالام په نامه یوې ورځپاڼې د هغو مېندو لپاره چې غواړي هلک ماشوم وزېږوي شپږ وړاندیزونه چاپ کړي.

په هند کې زیاتره خلک نارینه ماشومان خوښوي.

د لندن د پورټلنډ روغتون د ولادي او نسايي چارو متخصصه ډاکټره شازیه ملک د ورځپاڼې د دې مقالې په اړه وویل "داسې کوم علمي شواهد نشته چې کومه طریقه دې وکولای شي د ماشوم د طبیعي زېږون احصاییوي چانس بدل کړي."

منګالام ورځپاڼې د خپلو روغتیايي خبرونو په برخه کې ښځو ته دا مشوره هم ورکړې چې د سهار خوراک یا سباناری دې نه قضا کوي او د اوونۍ پرټاکلو ورځو دې له خپل مېړه سره جنسي اړیکي جوړوي، کله چې نارینه سپرم "پیاوړی" وي. ورځپاڼې ویلي نارینه کولای شي له تیزابي خوړو څخه په ډډې کولو خپل سپرمونه پیاوړي کړي.

خو د سپرم پیاوړتیا د ماشوم پر جنسیت اغېز نه کوي. د ماشوم د نارینه توب یواځینۍ لاره دا ده چې که هغه سپرم چې له هګۍ سره یوځاې کېږي د وای(Y) کروموزوم ولري.

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption پیاوړي لامبوزن سپرمونه هلک ماشوم نه جوړوي

د ښځو پلوي یوې هندۍ وېبپاڼې چې د "ښځوګوتې" نومېږي، دا مقاله د کېرالا ایالت له مالایالام اصلي ژبې څخه ژباړلې ده.

دغې وېبپاڼې د کنایې په ډول لیکلي "په داسې حال کې چې د ماشوم د جنسیت معلومولو په اړه ستونزمن قوانین ډېر دي، د خوښۍ خبره ده چې بالاخره د هلک ماشوم زېږولو لپاره یوه ښه لاره موندل شوې."

په هند کې د قانون له مخې دا اجازه نشته چې د مېندې په رحم کې د ماشوم د جنسیت معلومولو لپاره طبي ازموینې ترسره شي، خو ځينې خلک دې ته پام نه کوي او که پوه شي چې د مور په رحم کې د ماشوم جنسیت د دوې په خوښه نه دی ماشوم زیانوي.

په ۱۹۶۱ کې، له ۷ کلونو لږ عمر درلودونکو ماشومانو کې د هرو ۱۰۰۰ هلکانو ترڅنګ ۹۷۶ نجونې وې. خو د ۲۰۱۱ کال د وروستیو دولتي احصاییو له مخې د نجونو شمېر ۹۱۴ ته راټیټ شوی.

ورکېدونکې لوڼې: په رحم کې د ښځینه ماشومانو د وژنې غمیزه - په نامه د یو کتاب هندۍ لیکواله، ګیتا آرا وامودان، وايي ګومان نه کوي چې د منګالام مقاله به کوم ستر اغېز ولري، په تېره بیا ځکه چې هغه په یوې لږه کۍ ژبه لیکل شوې، خو دا له هغو ډېرو مقالو ، "درملنو" او زړو ښځو له کیسو څخه ده چې د ښځینه ماشومانو د زېږولو د مخنیوي لپاره یې کوي.

هغې بي بي سي ته وویل "که څه هم دا مقاله د خندا وړ ده خو دا ډول نظریات ډېر دي،"

"دا ښيي چې دا ډول فکرونه تراوسه ډېر دي، سره د دې چې د هند حکومت، غېرحکومتي موسسو او روغتیايي کارکونکو په دې هکله ډېر نوښتونه هم کړي دي. پیغام خلکوته نه رسېږي: خلک تراوسه هم هلکانو ته د نجونو پرتله ډېر ارزښت ورکوي."

په ځینو کلتورونو کې هلکانو ته ترجیح ورکول اوږده سابقه لري، او معمولا نارینه پیاوړی جنس ګڼل کېږي چې کورنیو ته مالي ګټې راولي، په تېره بیا د والدينو د زړښت په وخت کې.

په هند کې، نجونې د واده پرمهال ولور ورکوي، چې دا هم يو لوړ لګښت دی چې خلک غواړي ورڅخه ډډه وکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب