د ځمکې په څېر چاپېریال لرونکې سیاره کشف شوې

د انځور حقوق DANA BERRY
Image caption د GJ 1132b په اړه د انځورګر تصور: ویل کېږي دغه سیاره په پنډو ګازونو کې نغښتې

ساینسپوهان وايي، لومړی ځل یې داسې یوه سیاره کشف کړې، چې شاوخوا چاپېریال یې ځمکې ته ورته دی.

دوی د دغې سیارې په اړه څېړنه کړې، چې د جي جې ۱۱۳۲ بي نوم ورکړل شوی او زموږ د سیارې پرتله اوه اعشاریه څلور برابره لویه ده، چې له ځمکې یې واټن ۳۹ نوري کاله دی.

د دوی څېړنه کې ویل شوي، چې ' سوپر ارت ' په پیرړو ګازونو کې نغښتې، چې اوبه دي، میتهان دي او یا هم د دواړو ګډوله ده. دغه څېړنه په استرونو میکال ژورنال مجله کې خپره شوي ده.

۷ نوې سیارې کشف شوې چې د 'ژوند شونتیا' پکې شته

ځمکې ته ورته سیاره کشف شوې

د یوه نوي چاپیریال موندل او د هغه په اړه معلومات تر لاسه کول زموږ له لمریز نظامه بهر د ژوند څرک موندلو لړ کې یو مهمم ګام بلل کېږي.

داسې تمه نه کېږي، چې دغه چاپېریال کې به ژوند شونی وي، ځکه چې ویل کېږي پر سطح یا مخ یې د تودوخې درجه ۳۷۰ درجو ته رسېږي.

د کیلي پوهنتون څېړونکې ډلې مشر ډاکټر جان ساوتورت وايي:

''زما له معلوماتو سره سم د ځمکې پر سطح د تودوخې تر ټولو لوړه کچه ۱۲۰ درجې ده، چې ژوند په کې ممکن دی او هغه هم د دغې سیارې پرتله ډېر سوړ دی. ''

ورته مطالب