"د انټي بيوټيکو ډېر کارول د کولمو سرطان سبب کېدلی شي"

د انځور حقوق GARO/PHANIE/SCIENCE PHOTO LIBRARY
Image caption خو څېړونکو خبرداری ورکوي چې دا په دې مانا نه ده چې خلک دې انټي بیوټیک کارول پرېږدي.

یوه نوې څېړنه وایي، په دوامداره توګه انټي بیوټیک کارول، د کولمو د سرطان سبب کېدلی شي.

خو څېړونکي خبرداری ورکوي چې د دوی پایلې په دې مانا نه دي چې خلک دې انټي بیوټیک کارول پرېږدي.

'د پروستات سرطان تشخیص کې مهم پرمختګ'

د معدې باکتریا د سرطان مخنیوي کې همکاري کولی شي

د وینې معاینه د تخمدان سرطان لومړیو پړاوونو کې ښيي

دا څېړنه په امریکا کې ترسره شوې، او شاوخوا ۱۶۰۰۰ زره داسې کسانو په کې ګډون کړی چې د کولمو پر داخلي پوستکي یې کوچنۍ دانې راختلې وې.

دا کوچنۍ دانې ضرر نه لري. خو په دې شرط چې درملنه یې وشي. ځیني وخت ناروغ اړ کېږي چې له دې حالته د رغېدو لپاره انټي بیوټيک وکاروي.

د دې دوامداره څېړنې له پایلو څرګنده شوې ده چې یو شمېر ناروغان، چې د ۲۰ کلنۍ او ۳۹ کلنۍ ترمنځ یې څو میاشتې په دوامداره توګه انټي بیوټیک کارولي، کلونه وروسته د کولمو په سرطان اخته شوي دي.

څېړونکي وایي، په څېړنه کې شریک هغه ناروغان چې عمرونه یې تر ۴۰ پورته وو او په دومداره توګه یې انټي بيوټيک کارولي، د کولمو په سرطان یې د اخته کېدو امکان لا ډېر و.

دوی وایي، څېړنه یې لا په لومړیو پړاوونو کې ده او په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده.

د انځور حقوق MEHAU KULYK/SCIENCE PHOTO LIBRARY
Image caption د برېتانیا د روغتیا ملي اداره وایي، له اړتیا ډېره سره غوښه خوړل د کولمو د زخم یو لامل کېدلی شي.

څېړونکي وایي، په کولمو کې بې شمېره مضر باکتریا هم شته ډېری وخت ټپ رامنځته کوي. د همدې زخم د رغولو لپاره انټي بیوټیک اړین دي. که د کولمو د ټپ پر وخت درملنه ونشي، دا په خپله هم د سرطان سبب کېدلی شي.

یعني که ټپ نه رغېږي، کېدی شي په سرطان واوړي. که یې د رغېدو لپاره انټي بیوټیک کاروی، دا هم سرطان رامنځته کولی شي. نو د حل لار څه ده. څېړونکي وایي، ښه خبره دا ده چې انټي بیوټیک په احتیاط وکارول شي، او د ډېر وخت لپاره په دومداره توګه باید ترې کار وانه خیستل شي.

د برېتانیا د روغتیا ملي اداره وایي، له اړتیا ډېره سره غوښه خوړل د کولمو د زخم یو لامل کېدلی شي.

ډاکټران دا سپارښتنه هم کوي چې کولمو له سرطانه د ځان ساتلو لپاره باید خلک ورزش وکړي، خپل وزن کم وساتي او په ورځني ژوند کې فعاله و اوسي. که غواړئ چې نور هم خوندي و اوسي، له سګرټو او الکولو لاس واخلئ.

په همدې توګه، هغه کسان چې د کورنۍ غړي یې د کولمو په سرطان اخته وي، باید پر وخت له ډاکټر سره سلا مشوره وکړي، او دا ډاډ ترلاسه کړي چې دوی خوندي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب