د سکاټلنډ عامې روغتیا اداره به اړمنو ته د ایچ ای وې مخنیوي درمل ورکوي

د انځور حقوق Getty Images

په پام کې ده سکاټلنډ کې به د عامې روغتیا اداره اړمنو خلکو ته هغه درمل وویشي، چې د کاروولو له کبله یې په ایچ ای وی ویروس د اخته کېدو احتمال تر حیرانونکي حده کميږي.

د سکاټلنډ درملو کنسورشیم پرېکړه کړې دغه درمل چې د پریپ نوم ورکړل شوي تایید کړي. ساینسپوهانو ته معلومه شوې، چې هره ورځ د دغو درمل یو خوراک هغه کسان ژغورلای شي، چې په ایچ ای وې د اخته کېدو احتمال یې وي.

انټي بیوټیک درمل؛ که لوی ناورین؟

د انټي بیوټیکونو د قیامت مخنیوی به څنګه کوو؟

دې سره به سکاټلنډ بریتانیا کې لومړنۍ سیمه وي، چې اړمنو ناروغانو ته به دغه ډول درمل په پرلپسې توګه ورکوي. فعالانو دغه اقدام ستایلی دی او دا یې یو 'زړور ' ګام بللی، چې په وینا یې د ویروس خپرېدو مخنیوي کې ګټوره چاره ده.

دوی وايي، نژدې ۱۹۰۰ کسان به له له دغه درمله ګټه پورته کړي، چې ټریوادا نوم ورکړل شوی او د یوې میاشتې لپاره یې د کاروولو لګښت ۴۵۰ پاونډو ته رسېږي.

دغو درملو ته وار له مخه سکاټلنډ کې د هغو کسانو لپاره د استعمال جواز ورکړل شوی، چې پر ایچ ای وې ویروس اخته دي.

سکاټلنډ کې چارواکي په دې باور دي، چې د دغو درملو له کبله سیمه کې د ایچ ای وې ویروس خپرېدو کې پام وړ لږوالی راغلی دی.

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د ایچ ای وې مخنیوي لپاره باید درمل هره ورځ وکاروول شي

د روغیتايي خوندیتوب ځايي چارواکي وايي، تېر کال دلته د ایچ ای وې ناروغانو شمېر ۲۸۵ کسان وو، چې له دې مخکې پنځه کاله په اوسط ډول دغه شمېر ۳۵۹ کسانو ته رسېده.

پروسږ کال د حکومت په غوښتنه د دغو درملو تولیدونکې ادارې د روغتیا په ملي اداره کې د ځان ثبتولو لپاره غوښتنلیک وړاندې کړ.

دغه ګام په انګلستان کې د روغتیا ملي ادارې این ایچ ایس یا ځايي چارواکو له لوري د دغو درملو لګښت پرېکولو پر سر له یو شمېر قانوني ناندریو وروسته پورته کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب