له ټچسکرین سره لوبېدونکي ماشومان لږ خوب کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که ماشوم دوه ساعته ځیرک ښیښه لرونکي مبایل کاروي، خوب یې ۱۵ دقیقې کمېږي.

څېړونکي وايي، هغه ماشومان له ځيرکو موبایلونو، ټابلېټونو او نورو سره لوبې کوي، معمولا د شپي کم او د ورځې زیات، خو په ټول کې له نورو ماشومانو کم خوب کوي.

په (ساینټیفیک رپوټس) کې خپره شوې څېړنه وايي، هغه ماشومان چې په ځیرکسکرین توکو کې یو ساعت ګوتې ووهې، نو ۱۵ دقیقې یې خوب کمېږي.

* د ځیرک تیلیفونونو ''څارګر'' پروګرامونه وپېژنئ

* ای فون ۱۰ کلنۍ کې: ځیرک ټلېفون څنګه دومره ځیرک شو؟

دغه څېړنه د لندن د (برکبیک پوهنتون) له خوا شوې چې په درې کلونو کې یې د ۷۱۵ ماشومانو له موروپلاره پکې پوښتنې ګروېږنې شوې دي.

په څېړنه کې له خلکو دا پوښتل شوي چې اولادونه یې په ورځني ډول څومره د ځیرکو پردو لرونکو وسایلو کې بوخت وي او کوم وختونه ویده کېږي؟

د څېړنې له مخې ۷۵ سلنه ماشومان په ځیرکسکرین لرونکو توکو کې لاس وهي چې پکې ۵۱ سلنه له ۶-۱۱ میاشتني ماشومان او ۹۲ سلنه یې له ۲۵ - ۳۶ میاشتني ماشومان دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څېړونکي وايي، د لویانو لپاره هم ځيرک ښیښه لرونکي مبایلونه تاوان رسولی شي.

څېړنې دا هم موندلې چې په ځیرکسکرین لرونکو توکو لاس وهونکي ماشومان د شپې کم او د ورځې زیات ویده کېږي.

د دغې څېړنډلې غړی ډاکټر ټیم سمیت وايي، کله چې تاسو د ورځې له لسو تر دولسو ساعتونو ویدېږئ، نو پنځلس دقیقې چندان مهمې نه ښکاري، خو په کم عمر کې چې خوب تاسو ته ګټه لري، یوه دقیقه خوب هم خپله مانا لري.

د هغه په خبره، څېړنه ډېره حتمي نه ده، خو ځیرکښیښه لرونکي برېښنايي توکي هرومرو پر خوب اغېز کا.

اړونده مطالب