د شيدو او ماستو نه خوړل د "هډوکو د کمزورۍ" سبب کېدی شي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کلسیم د ترلاسه کولو لارې ډېرې دي. په وچو مېوو کې هم شته، په غلو دانو کې هم، او په کبانو کې هم موندل کېږي. خو که دا شیان نه خوری، بیا نو باید شیدو، ماستو، کوچو او پنير ته مخه کړئ.

په بريتانیا کې یوه ترسره شوې څېړنه وایي، که ځوان هلکان او نجونې په کافي اندازه شیدې او ماسته ونه خوري، دا وېره شته چې په پاخه عمر کې یې د بدن هډوکي کمزوري شي.

څېړنه وایي، په هرو پنځو کې یو ځوان داسې دی چې په خپلو خواړو کې په کافي اندازه کلسيم (Calcium) نه ترلاسه کوي.

افغانستان کې روغتيا؛ خلک وايي درد یې نه دوا کېږي

د معدې باکتریا د سرطان مخنیوي کې همکاري کولی شي

تر ټولو ستر وژونکی چې ښايي ویې نه پېژنئ

څېړونکي اندېښمن دي چې که ځوانان د خواړو په اړه خپل عادتونه سم نه کړي، په لوی لاس به یې ځان ته روغتیایي ستونزې پيدا کړې وي.

په دغه څېړنه کې ویل شوي، که غواړی چې د بدن هډوکی مو پوخ او روغ وي، باید په ورځ کې لږ تر لږه ۷۰۰ میلي ګرامه کلسیم وخورئ.

د کلسیم د ترلاسه کولو لارې ډېرې دي. په وچو مېوو کې هم شته، په غلو دانو کې هم، او په کبانو کې هم موندل کېږي. خو که دا شیان نه خوری، بیا نو باید شیدو، ماستو، کوچو او پنير ته مخه کړئ.

ستونزه دا ده چې ډېری ځوانان، په خاصه توګه نجونې، د وزن ډېرېدو وېره لري. له همدې کبله شیدې، ماسته، کوچ او پنير له خپلو ورځنیو خواړه بېخي وباسي. ځیني وخت ښایي دا کار ګټه ولري، خو په دې شرط چې بدن مو له نورو لارو په کافي اندازه کلسیم ترلاسه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څېړونکي اندېښمن دي چې که ځوانان د خواړو په اړه خپل عادتونه سم نه کړي، په لوی لاس به یې ځان ته روغتیایي ستونزې پيدا کړې وي.

د سري پوهنتون پروفيسره سوسن لانهم نیو وايي، "دا رښتیا هم یو جدي ګواښ دی. ټولې ترسره شوې څېړنې ښیي چې شل سلنه ځوانې نجونې په ورځ کې تر ۴۰۰ میلي ګرامو کم کلسيم ترلاسه کوي.دا ښه خبره نه ده. ځکه په پاخه عمر کې یې هډوکي کمزوري کېږي. که په خواړو کې مو کلسيم کم وي، د بدن هډوکی مو په اسانۍ ماتېږي."

پروفیسره سوسن زیاتوي، ښه دا ده چې په ځوانۍ کې خپلو خواړو او روغتیا ته پام وکړو، په ځانګړې توګه د هډوکو روغتیا. دا ځکه چې یو ځل مو عمر ۳۰ کالو ته ور نژدې شي، بیا نو ډېره ګرانه ده چې د شوي زیان مخه ونیول شي.

په یاده څېړنه کې ویل شوي، د هغو ځوانانو لویه برخه چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۴ کلونو ترمنځ دي، د غوا شیدې نه خوري. پلمه یې دا ده چې خوند نه ورکوي، یا پرې بدې لګېږي. خو په دوی کې ډېر کم داسې دي چې په رښتیا دې هم ډاکټر ته تللي وي د دې ستونزې سم تشخیص یې دې کړی وي.

ډاکټران وایي، د ۵۰ کلونو په عمر کې نیمایي مېرمنې او په هرو ۵۰ سړیو کې یو یې د هډوکو له درده کړېږي. که څوک سګريټ څښي، یا ورزش نه کوي، هډوکي به یې لا کمزوري وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب