د سمندر تل کې کيندنې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سمندر تل کې کيندنې

د اتلانتيک سمندر له سطحې زرګونه متره لاندې چې ساينسپوهانو په کې د مځکې د مخ تر ټولو ګرانبيه منرالونه موندلي.

بريتانوي ساينسپوهان يې حيرانوونکې موندنه ګڼي.

له کناري ټاپوګانو سره د اټلانټيک سمندر تر څپو لاندې ژورو اوبو کې دوی د مځکې هرې بلې برخې پرتله تر اوبو لاندې يوه غره کې د کمسارو منرالونو ځينې تر ټولو شتمنې زېرمې موندلې دي.

دغو پټو طبيعي زېرمو کې داسې عناصر شته چې له لمريزو دړو نيولې، تر بادي توربينونو او برېښنايي وسايلو پورې هر څه کې ارزښناک ګڼل کېږي.

اړونده مطالب