په "واټس اپ" کې د ماشومانو د جنسي انځورونو خپروونکې ډله نیول شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption "واټس اپ" کاریال د فیسبوک اړوند دی

پولیس وايي، د هغې شبکې لسګونه غړي یې نیولي چې د "واټس اپ" له لارې یې د ماشومانو جنسي انځورونه خپرول.

دغه عملیات د اسپانیا د ملي، یوورپول او انټرپول پولیسو له خوا تر سره شوي چې په ترڅ کې يې د ماشومانو د جنسي انځورونو د خپروونکې شبکې ۳۹ غړي نیول شوي دي.

د اسپانیا پولیسو تېرکال دوه هغه ویبپاڼې وموندې چې انټرنټ کاروونکي یې په "واټس اپ" کې خصوصي اکاونټونو ته وربلل.

پر انټرنټ د ماشومانو ډېرې جنسي ویډیوګانې له اروپا خپرېږي

'پالنځایونو کې له ماشومانو د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې تورونه ناسم دي'

"واټس اپ" کاریال د فیسبوک اړوند دی چې د خبرو اترو او لیکلو پیغامونو د لېږد را لېږد چاره پرې تر سره کېږي.

د یوروپول پولیسو په خبره، د تورنو کسانو له نیولو سره سم یې د هغوی کورونه هم پلټلي چې له ۳۶۰ زرو ډېر، د ماشومانو د جنسي استفادي، فایلونه یې ترې تر لاسه کړي دي.

نړیوال عملیات

دغه عملیات چې د "تانتالیو" نوم ور کړل شوی، د جرمني، اسپانیا، پرتګال او د جنوبي امریکا د ځینو هېوادونو په همغږۍ پیل شوي دي.

انټرټول پولیسو ویلي، تر لاسه کړي انځورونه یې د ماشومانو د جنسي ګټې اخیستنې نړیوال "ډېټابېس" ته ور اچولي دي.

دا کار له څېړونکو سره مرسته کوي چې د جنسي ګټې اخیستنې د قربانیانو او عاملانو ترمنځ په اړیکو پوه شي او د هغوی ځایځایکی معلوم کړي.

'پاکستان کې هره ورځ پر ۱۱ ماشومانو جنسي تېری کېږي'

برتانیا کې د فوټبال پر یوه روزونکي د جنسي ځورونو ادعا څېړل کېږي

دمګړۍ پولیسو د قرباني شویو ماشومانو پر پېژندنه اخته دي.

د یوروپول مدیر راب ونیرایټ وايي: "سرغړوونکي ډېره هڅه کوي چې د پرمختللیو ټیکنالوجیکي وسیلو د کارونې پر مټ له پولیسو پټ شي."

د "واټس اپ" یوه ویاند ویلي: " په واټس اپ کې له ماشومانو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې هیڅ ځای نه شته. کله چې له ورته پېښو خبرېږو، په اړه یې څېړنه کوو. هغوی چې اصول ماتوي موږ یې اکاونټ ور بندوو او همدارنګه یې په څارنه کې له پولیسو سره مرسته کوو "