د 'جبل طارق په اندازه' کاڼی د ځمکې ترڅنګ تېر شو

د انځور حقوق NASA/JPL-Caltech/GSSR
Image caption ناسا ددغه کاڼي د تېرېدو انځورونه اخیستي

ستورپېژندونکو ویلي، ''د جبل طارق په اندازه یو لوی فضايي کاڼی د ځمکې ترڅنګ په سلامتۍ سره تېر شوی''.

ددغه کاڼي قطر کابو یو کیلومتر ښودل شوی، چې د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ د تشې څه کم پنځه ځلې اندازې په واټن کې له ځمکې لرې تېر شوی.

دغه ګاڼي ته 2014 JO25 نوم ورکړل شوی، چې له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا د ځمکې څنګ ته تر ټولو لوی تېر شوی ګاڼی ګڼل شوی دی.

ناسا د ځمکې په اندازه اووه نوې سیارې موندلي

د ځمکې په اندازه ۲ سیارې وموندل شوې

ستورپېژندونکي وايي، دا کاڼی له ځمکې نه نژدې ۱٫۸ میلیون کیلومتره (۱٫۱ میلیون میله) لرې د اپرېل میاشتې پر ۱۹مه د لندن پروخت د شپې یوه نیمه بجه تېر شوی دی.

دوی وايي، ددغه کاڼي د لیدو لپاره د چارشنبې شپې تپه تیاره ښه وخت و.

د امریکا د فضايي سازمان ناسا اړوند یوه رادار په کلیفورنیا ایالت کې ددغه کاڼي د لیدو خبر ورکړی، چې وايي ممپلي ته ورته شکل یې درلود او په هرو پنځو ساعتونو کې یوځل تر خپل ځان چورلېده.

په ۲۰۲۷ کال په همدې کچه د یوه ورته اسماني کاڼي د تېرېدو اټکل هم شوی دی.

له لمریز نظام بهر تر ټولو لویه سیاره کشف شوې

ساینس پوهان وایي سپوږمۍ له ځمکې جوړه شوې ده

اړونده مطالب

ورته مطالب