په موبایلونو کې د موروپلار بوختېدل، ماشومان زیانمنوي

د انځور حقوق iStock
Image caption له هر درېوو یوه ماشوم له خپل موروپلاره په موبایل کې د نه لاس وهلو غوښتنه کړې

په ځیرکو موبایلو کې د موروپلار ډېره بوختېدا، د ماشومانو پر روغتیا ناوړه اغېز لري.

دغه نظرپوښتنه د بریتانیا د منځنۍ دورې محصیلینو له لوري تر سره شوې ده

په دغه نظر پوښتنه کې ۲ زره محصلان پوښتل شوي چې له درېیو یې یوه ورته ویلي، اړ شوي موروپلار ته یې ووايي ځیرک موبایل دې نور بند کړه.

۱۴ سلنه محصلانو ویلي، موروپلار یې د ډوډۍ خوړلو پر مهال پخپلو ځيرکو موبایلونو کې بوخت وي.

'د نړۍ تر ټولو ارزانه ټیلېفون' جوړوونکي شرکت مشر نیول شوی

ځینې خلک ولې له ټیلیفونه وېره لري؟

د یوې بلې نظرپوښتې په پایله کې چې په ۳۰۰۰ والدینو تر سره شوې، کابو ۹۵ سلنو یې ویلي، ډېر ځلي پرې خپلو بچیانو غږ کړی چې موبایل ګول کړه.

یادې دواړه نظر پوښتنې د دوو معتبرو بریتانوي بنسټونو له خوا تر سره شوې دي.

د محصلانو په ډله کې:

•۸۲ سلنه باوري دي چې د ډوډۍ خوړلو پر مهال باید ځیرک موبایلونو او نورو کې ګوتې ونه وهل شي.

•۲۲ سلنه ویلي، په ځيرکو موبایلونو کې ګوتې وهل د دې سبب ګرځي چې د کورنۍ غړي له یوبل سره له ناستې خوند وانه خلي.

•۳۳ سلنو له خپل موروپلار غوښتي چې د ډوډۍ پر وخت مو په موبایل کې مه بوختېږئ.

•۳۷ سلنو یې ویلي، په رخصتیو کې له درېیو تر پنځو ساعتونو په انټرنټ کې بوخت وي.

•۵ سلنو یې بیا ویلي، د اونۍ په پای کې تر ۱۵ ساعتونو په انټرنټ کې لګیا وي.

د هغو محصلانو له ډلې چې له موروپلاره یې غوښتې موبایل کې ګوتې ونه وهي، ۴۶ سلنه یې وايي، والدین یې په کیسه کې نه دي، خو ۴۴ نورو یې بیا انګېرلې چې پلارومور یې ترې خپه شوي دي.

که څه هم په دویمه نظرپوښتنه کې تر ۴۳ سلنو ډېرو میندو او پلرونو منلې چې په موبایل کې ډېرې ګوتې وهي، خو یوازې لس سلنه یې پوهېږي چې دغه چاره یې د ماشومان د سلامت لپاره ښه نه ده.

شپږ میاشتې وړاندې د یوې نظرپوښتنې په پایله کې په ډاګه شوې وه چې له نیمايي زیات زدکوونکي تر ویده کېدو وړاندې په موبایلونو کې ګوتې وهي.

په نظرپوښتنه کې خبرداری ور کړل شوی و چې دا کار د دې لامل کېږي چې زدکوونکي ټولګیو ته خوبولي لاړ او سم تمرکز ونه شي کړای.

د نوې څېړنې له مخې، له هرو څلورو محصلانو درېیو یې ویلي، هره ورځ له درییو تر لسو ساعتونو پرلیکه وي.

۱۱ سلنه وايي، په رخصتیو کې تر ۱۵ ساعتونو په موبایلونو کې ګوتې وهي او درې سلنو نورو بیا ویلي، کله کله تر ۲۰ ساعتونو هم له انټرنټ سره بوخت وي.

د محصلانو غټه اندېښنه دا ده چې انټرنټ کې لاسوهنه به یې کمخوبه کړي، خو یوازې لس سلنه میندې پلرونه د خپلو اولادونو د خامخوبۍ په فکر کې دي.

د ښوونځي مدیر مایک باکانان وايي، اوس یې وخته دی چې ښوونکي، زدکوونکي او میندې پلرونه د انټرنټ کارونې په اړه پر نویو مقرراتو بیا فکر وکړي. ځکه انټرنټ او ځیرک توکي مو اوس د ورځني ژوند برخه ده: "زموږ نظرپوښتنې ښيي چې زدکوونکي د ځیرکو وسایلو کې د ډېر بوختېدو له زیانونو خبر دي، خو غټان باید د هغوی لپاره د انټرنټ کارونې حد وټاکي او پخپله دې هم د انټرنټ د منظمې کارونې یوه بېلګه شي. "

د هغه په خبره، کور او ښوونځی باید په دې اړه په ګډه کار وکړي.

د څېړونکي بنسټ غړی رابرټسن وايي، میندي پلرونه ډېر کم پوهېږي چې اولادونه یې څه وخت انلاین شوي او په څه کارونو بوخت وو.

هغه هیله من دی چې د نوې نظرپوښتنې پایلې به په کورنیو کې د انټرنټ کارونې په اړه نویو بحثونو ته لاره هواره کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب