د ولې پوښتنه: لغتونه یا کلیمې پر تاسې څه اغېز کوي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ولې پوښتنه: لغتونه یا کلیمې پر تاسې څه اغېز کوي؟

د انګلیسي ژبې ویونکي په منځني ډول پر پینځه ویشت زرو کلیمو یا لغتونو پوهېږي. خو له دغو کلیمو بې شمېره جملې جوړېدای شي.

ډېر خلک پر دې باور دي، چې که تاسې په هره ژبه خبرې کوئ، هغه وییونه یا کلیمې چې پرې پوهېږئ، ستاسې پر نړۍ، لید او د فکر پر ډول ډېر اغېز لري. دا د ژبپوهانو تر منځ یوه ناندرییزه مسله ده.

لین ګرین دا ځل همدا پوښتنه را سپړلې، چې کلیمې یا وییونه ولې مهم دي؟ او دا چې د ژبې کارونې ته پام مو څنګه د خپل ورځني ژوند، سیاست، بحثونو، کلتور او آن د خپلو ذهنونو په اړه پوهه زیاتولای شي.

پښتو بڼه یې ګلستان شینواری وړاندې کوي.