د هند فضايي ډيپلوماسي او د افغانستان ګټې

د انځور حقوق AFP
Image caption هند د مۍ پر پنځمه دا سپوږمکۍ وتوغوله.

د ۲۰۱۷ زېږدیز کال مۍ میاشتې پر پنځمه، ماښام ۴:۴۷ بجې د هند فضایي څېړنیزې ادارې (ISRO) د GSAT-9 په نامه یوه سپوږمکۍ (سټلایټ) چې وروسته یې د جنوبي اسیا سپوږمکۍ نوم ور کړ، فضا ته وتوغوله.

دا سپوږمکۍ د هند په سریهاریکوتا سیمه کې له ساټیش هاوان فضایي مرکز څخه د دغه هېواد د (GSLV) په نامه د یوه فضایي راکټي سیستم پر مټ ولېږل شوه.

دا سپوږمکۍ د ۲۳۵۰ میلیونه هندي کلدارو (۳۷ میلیونه امریکایي ډالر) په قېمت جوړه شوې چې پیسې یې د هند دولت ور کړې دي.

ټولې چارې یې په درېیو کلونو کې بشپړې شوې او د خدمتونو د وړاندې کولو عمر یې ټولټال ۱۲ کاله ټاکل شوی دی.

* هند د افغانستان په ګډون سوېلي اسیا هېوادونو لپاره سپوږمکۍ توغولې

* "جونو" سپوږمکۍ مشتري سیارې ته نژدې شوې ده

* هند فضا ته د ۱۰۴ سپوږمکیو په استولو ریکارډ مات کړ

دا سپوږمکۍ ۲۳۳۰ کیلو ګرامه وزن لري، ۲ کیلو واټه برېښنا ته اړتیا لري. ۱۲ Ku بانډه فریکونسي ټرانسپونډرونه لري، او له دې ۱۲ ټرانسپونډرونو هر غړي هېواد ته یو، خو افغانستان ته یې دوه ورکړي.

دا سپوږمکۍ به ټوله جنوبي اسیا په خپل پوښښ کې راولي او په دې سېمه کې ۱.۵ میلیاردو استوګنو انسانانو ته به په بېلابېلو برخو کې خدمتونه وړاندې کړای شي.

لومړيو وختونو کې د دې سپوږمکۍ د ځای په ځای کولو لپاره د تشیال په ختیز طول البلد سیمه کې ۴۸ درجې موقعیت په نظر کې نیول شوی و.

۴۸ درجې شرقي سیمه د افغانستان تشیالي یا فضایي حریم دی او هیڅ هېواد یا اورګان یې له خوښې پرته هلته سټلایټ ځای پر ځای کولی نه شي.

له افغان حکومت د هند هیله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا سپوږمکۍ د ۲۳۵۰ میلیونه هندي کلدارو (۳۷ ملیونه امریکایي ډالر) په قېمت جوړه شوې چې پیسې یې د هند دولت ور کړې دي.

د هند حکومت څو ځله د افغانستان له مخابراتو وزارت هیله وکړه چې دا حریم د جنوبي اسیا سټلایټ ته ور کړي. یاد وزارت ورسره موافقه ونه کړه نو ځکه د هند فضایي ادارې د دې سپوږمکۍ لپاره ۲۰.۶۵ درجې موقعیت وټاکه.

د هند حکومت او لومړی وزیر نریندرا مودي ادعا کوي چې دا یې د سارک سازمان د ۷ هیوادونو (افغانستان، هند، بنګله‌دیش، بوتان، مالدیف، نیپال او سریلانکا) تر منځ د مخابراتي اړیکو پراخولو، د انټرنټ پر مټ د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو، له طبیعي پېښو سره د مبارزې او داسې نورو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره تشیال ته توغولې ده.

پاکستان چې د سارک سازمان غړی دی په دې پروژه کې له ګډون ډډه کړې.

داسې ښکاري چې نوی ډېلی غواړي دا سټلایټ د جنوبي اسیا هېوادونو تر منځ د اړیکو، همکارۍ او مرستې يوه وسیله او د بهرنۍ پالیسي د پراخولو په موخه د یوې الې په توګه وکاروي.

افغان ولسمشر محمداشرف غني او د جنوبي اسیا د نورو هېوادونو مشرانو په ګډه د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې د دې سټلایټ پرانیستغونډه کې ګډون کړی و.

ټولو مشرانو د دې سپوږمکۍ د استولو په اړه یو بل ته مبارکي ور کړه او دا یې د ګډې سیمه ییزې همکارۍ په لور یو ستر ګام وباله.

* د جونو پلټونکې سپوږمکۍ د مشتري مدار ته ننوته

* روسۍ سپوږمکۍ له کنټروله ووتله او ځمکې ته راولوېده

د سارک غړیو هیوادونو له ډلې هند یوازینی هیواد دی چې زیات شمېر سپوږمکۍ د فضا په بېلابېلو مدارونو کې د بېلابېلو موخو لپاره لري.

د دې تر څنګ دا هېواد فضا ته د سپوږمکیو د استولو لپاره منظم انتقالي راکټي سیستم هم لري. هند پر دې سربېره د نورو هېوادونو لپاره هم سټلایټونه جوړوي او هم یې فضا ته لېږدوي.

د بیلګې په توګه د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ کې هند په یوه توغندي کې د ۱۰۴ مصنوعي سپوږمکیو په استولو سره د روسیې هغه ریکارډ مات کړ، چې په ۲۰۱۴ کال یې ۳۷ مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته استولې وې.

د دې سپوږمکیو له ډلې ۹۶ د امریکا او پاتې د قزاقستان، متحده عربي اماراتو، سویس، اسراییل او نورو هېوادونو وې.

په جنوبي اسیا کې له هند وروسته پاکستان دوهم هیواد دی چې فضا کې ډېر سټلایټونه لري.

دې هېواد په ۱۹۹۰ کال کې د بدر-۱ په نامه سټلایټ فضا ته ولېږه، خو اوس له دې سټلایټ کار نه اخیستل کیږي. په ۲۰۰۱ کال کې یې بدر-۲ سټلایټ فضا ته وتوغاوه.

په ۲۰۰۲ کال کې یې د پاکسټ -۱ او په ۲۰۱۳ کال کې یې د پاکسټ-۱R په نامه نور سټلایټونه د مخابراتي خدمتونو لپاره واستول او پر ۲۰۱۳ کال کې یې د iCUBE-1 په نامه یوه سپوږمکۍ د ځمکې له کورې د انځورونو د اخیستلو لپاره واستوله.

د هند او پاکستان د تشیالي ټیکنالوجۍ ترمنځ توپير

د انځور حقوق ISRO
Image caption د هند د تشیالي څېړنو مرکز ایسرو.

هندي ساینسپوهان دا وړتیا لري چې سټلایټ په خپل هېواد کې جوړ کړي. د سټلایټ د لېږدولو سیستم لري او هم یې له خپلې خاورې څخه فضا ته توغوی شي، خو پاکستان تر اوسه په دې نه دی توانېدلی، له نورو هیوادونو یې سټلایټونه په پیسو اخیستي او هم یې د هغو پر سیسټمونو خپلې سپوږمکۍ فضا ته توغولې دي.

افغانستان بیا له هند او پاکستان دواړو په فضایي ټیکنالوجۍ کې شاته پاتې دی. دې هېواد د ۲۰۱۴ کال په مۍ کې لومړی ځل د افغانسټ-۱ په نامه له سپوږمکۍ ګټه پورته کړه.

د مخابراتو وزارت او د Eutelsat د رسمي ویبپاڼو په تایید افغانسټ-۱ په ۴۸ درجې ختیز طول البلد کې موقیعت لري. دا سټلایټ د مخابراتي خدمتونو لپاره کارېږي.

* د افغانستان لومړۍ سپوږمکۍ

* افغان سټ ۱ سپوږمکۍ رسمآ فعاليت پيل کړ

پر ۲۰۰۸ کال د Eutelsat له لوري څخه فضا ته توغول شوی و او تر ۲۰۲۰ کاله یې د خدمت عمر ټاکل شوی. دا سپوږمکۍ اوس یوازې ۶ فعال ټرانسپونډرونه لري، پاتې یې د تخنیکي ستونزو له کبله شنډ دي او هم یې بریښنایي سیستم تخنیکي ستونزه لري.

له دې ستونزو سره سره، د افغانستان د مخابراتو وزارت له یادې کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک کړ چې یاد وزارت اوس هم هر کال ۴ میلیونه امریکایي ډالره نوموړې کمپنۍ ته د کلنۍ کرایې په بهانه ور کوي.

زما لپاره چې په دې برخه کې کلونه کیږي څېړنه کوم او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مې د سټلایټونو په برخه کې لسګونه تخنیکي او مسلکي قراردادونه لوستلي د پوښتنې وړ خبره ده چې ولې یې په دومره لوړ قیمت یو داسې بې کیفیته سټلایټ په کرایه کړ او بیا یې خپل تشیالي حریم ته هم را انتقال کړ.

د جنوبی اسیا له سپوږمکۍ د هند موخې

د انځور حقوق AFP
Image caption هند په دا ډول هڅو سره پر سارک هېوادونو خپل اغېز زیاتول غواړي.

هند د جنوبي اسیا هر هېواد ته یو خو افغانستان ته دوه ټرانسپونډرونه په ډالۍ ور کړل. له دې کار سره به له پاکستان پرته د سارک سازمان هر هېواد په دې سټلایټ کې برخه ولري او ټول به یې په ګډه کاروي.

هند په دې تشیالي ډیپلوماسۍ سره وښودله چې په جنوبي اسیا کې یوه سیمه ییزه اجماع رامنځته کولی شي، خو پاکستان بیا له دې اجماع ډډه وکړه. هند د دې نیک کار تر شا خپلې شخصي ګټې هم لري.

۱: د سارک سازمان د غړیو په منځ کې هند د اقتصادي، تخنیکي او بشري قوې له پلوه خورا غني دی.

د دې لپاره چې د دې سازمان پر نورو غړیو خپل اغېز وساتي یا د مشرۍ په رول کې پاتې شي، نو دا ډول کارونه کوي.

۲: زه ډاډمن یم چې د جنوبي اسیا د سټلایټ په جوړولو کې به لسګونو هندي ساینسپوهانو او انجنیرانو کار کړی وي.

د دې او داسې نورو سترو پروژو تر سرول د هند د اقتصاد په پیاوړتیا او خلکو ته یې د دندو په پیدا کولو کې مهم رول لوبولی شي.

۳: ساینس په تجربو ولاړ علم دی، کله داسې هم پېښیږي چې ساینسپوهان څو څو ځله پر یوې موضوع څېړنې کوي، تجربې کوي خو پایله یې ناکامي وي.

هغوی مجبور دي چې د حل لپاره یې نورې لارې ولټوي، بیا یې تجربه او ستونزه حل کړي.

* د ځمکې په مدار کې د افغانستان سپوږمکۍ

* د افغان تلویزیونونو سیستم رسماً ډیجیټل شو

دا تجربې، څېړنې او ناکامي د ساینسپوهانو تجربې پخوي چې په ترڅ کې یې د هغه هېواد د بشري قوې په مسلکېتوب کې خورا مهم رول لوبولی شي.

هندي ساینسپوهان او فضایي انجنیران به د دې سټلایټ په جوړولو او توغولو کې ډېر نوي څېزونه زده کړي او هم به نوي ساینسپوهان وروزي.

۴: هند کوښښ کوي چې په جنوبي اسیا کې د چین د هغو پراخو هڅو مخه ونیسي چې په دې وروستیو کې یې د دغې سیمې له هېوادونو سره په تخنیکي او مالي برخو کې کوي.

د بېلګې په توګه، سریلانکا پر ۲۰۱۲ کال خپل لومړنی سوداګریز سټلایټ فضا ته د چین په مرسته ولېږه.

پر ۲۰۱۵ کال یې بل سټلایټ هم د یوې چینایي کمپنۍ په مرسته وتوغاوه، د ۲۰۱۷ کال په اپرېل کې چین افغانستان ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان دوهم سټلایټ کې ورسره مرسته وکړي.

په جنوبي اسیا کې د چین دا هڅې هند ته د زغملو نه دي، ځکه غواړي چې په دې کار سره تر یوه برېده د چین مخه ونیسي.

۵: د جنوبي اسیا نور هېوادونه لکه مالدیف، بنګلدیش، بوتان او نیپال لا تر اوسه په تشیال کې سپوږمکۍ نه لري. دې څلورو هېوادونو ته د هند دا ډالۍ یوه تشویقي بڼه هم درلودلی شي، چې له هغوی سره د خپلو راتلونکو سپوږمکیو په برخه کې سوداګري وکړي.

هندا دا تخنیکي وړتیا لري چې د دې هېوادونو لپاره سپوږمکۍ وتوغوي او په دې کار سره خپل نړیوال فضایي تجارت پياوړی کړي.

د افغانستان ګټه او تاوان

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ویډیو کانفرنس له لارې افغان ولسمشر او د سارک د نورو غړو هېوادونو مشرانو د سپوږمکۍ مراسم لیدل.

د افغانستان لپاره دا یو ښه زیری دی چې تشیال کې اضافي او له میاشتنۍ یا کلنۍ کرایې پرته دوه ټرانسپونډرونه ولري او له هغې لارې خپل مخابراتي اطلاعات له نورې نړۍ سره تبادله کړي.

اوسمهال افغانستان ټولټال اته ټرانسپونډرونه لري چې شپږ یې د افغانسټ-۱ او دوه یې د هند ډالۍ دي.

ولسمشر غني د دې سپوږمکۍ توغول د سیمه‌‌ ییزې همکارۍ لپاره مهم بللي دي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت هم ظاهرا خوښ ښکاري او وايي چې د جنوبي اسیا په سپوږمکۍ کې افغانستان د هند په مرسته له نورو غړیو هېوادونو ډېره ونډه لري.

له دغې سپوږمکۍ به د مخابراتي اړیکو، کرنې، ځمکپوهنې او نورو برخو کې ګټه واخلي، خو زما په اند پر دې ګټو سربېره باید دا هېواد خپلو نورو سترو ګټو ته هم پام وکړي.

* بهرنۍ فضا د چا ملکیت دی؟

* د روزیټا فضايي ماموریت څومره مهم دی؟

۱: افغان حکومت او په ځانګړي ډول د مخابراتو وزارت باید دا معلومه کړي چې هغه اطلاعات چې د جنوبي اسیا سپوږمکۍ له لارې تبادله کېږي د افغانستان ملي امنیت ته کوم زیان نه شي اړولی.

د مخابراتو وزارت باید پرلپسې د دې چینلونو له امنیت ډاډ تر لاسه کړي او ان ټول واک یې په خپل لاس کې واخلي.

۲: پر ۲۰۲۰ کال افغانستان دوهم سټلایټ ته اړتیا لري، چې د افغانسټ-۱ پر ځای یې تشیال ته وتوغوي.

هند او چین مخکې له مخکې دې هېواد ته د سټلایټ په برخه کې د سوداګرۍ زرغون څراغ ور کړی.

افغانستان ته پکار ده چې هیڅکله هم د کوچنیو ګټو لپاره خپلې سترې ګټې له لاسه ور نه کړی او داسې تصمیم ونیسي چې د دې هېواد ملي امنیت ته پکې خطر نه وي او نه هم له کوم هېواد یا کمپنۍ سره د افغانسټ-۱ په څېر قرارداد لاسلیک کړي.

د پاکستان انکار او پر سارک سازمان یې اغېز

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نرېندر مودي د واکمنۍ پر مهال د هند تشیالي هڅې ډېرې شوې دي.

پاکستان په دې پروژه کې لومړی له ګډون ډډه وکړه خو وروسته یې هند ته په دې برخه کې د تخنیکي او مالي مرستې وړاندیز وکړ چې د هند له لوري رد شو او د وخت ضایعه یې وباله.

زما په اند د دې مرستې تر شا یو راز پروت و او هغه دا چې، پاکستان د فضایي ټیکنالوجۍ په تخنیکي او ساینسي برخو کې په مراتبو له هند کمزوری دی.

پاکستان غوښتل چې د مرستې په پلمه هند ته خپل ساینسپوهان واستوي چې ظاهراً هلته له هندي ساینسپوهانو سره مرسته وکړي.

خو په دې کار یې تر ډېره بریده هدف خپلو ساینسپوهانو ته د داسې زمینې برابرول و له هندي پوهانو نوي مېټوډونه زده کړي او هم یې له ټکنالوجۍ او سیستم سره بلد شي او اړین معلومات تر لاسه کړي.

* په فضا کې د هند بری

* له مصنوعي سپوږمکۍ اخیستل شوي انځورونه

پاکستان د لاندې دلایلو پر بنسټ هم له دې پروژې انکار وکړ

۱: لسیزې کېږي چې هند او پاکستان خپلمنځي ناسالم اړیکي لري. د دوی اړیکي ډېر وخت ان سپورټ او ساینس هم اغېزمنوي.

زما په نظر د جنوبي اسیا سپوږمکۍ په اړه د پاکستان تصمیم هم تر یوه حده له دغو اړیکو اغېزمن دي.

که پاکستان په دې پروژه کې برخه لرلی، نو د جنوبۍ اسیا سپوږمکۍ به د سارک سپوږمکۍ په نامه نومول شوې وی.

۲: هند ټولو هغو اطلاعاتو ته چې د دغه سټلایټ له لارې تیریږي لاسرسی لرلی شي.

لا تراوسه معلومه نه ده چې هند به څومره د دغو اطلاعات له کنټرول سره علاقه ولري، خو پاکستان ته دا د منلو نه ده چې خپل اطلاعات د هند په لاس کې ور کړي.

۳: پاکستان فضا کې ډېر سټلایټونه لري چې له نورو هېوادونو یې اخیستي دي.

زما په نظر د یوه ټرانسپوونډر لپاره پاکستان نه غوښتل چې هند د سارک سازمان پر غړیو خپل نفوذ زیات کړي.

د پورتنیو اندېښنو په نظر کې نیولو سره پاکستان ته بیا هم پکار نه وه چې له سیمه ییزې اجماع یې ځان ایستلی وی.

دا یو ټرانسپونډر چې هند غوښتل پاکستان ته یې ورکړي، د داسې اطلاعاتو د لېږلو لپاره کارېدلی شو چې امنیت یې دومره مهم نه وي لکه د ټلویزیون خپرونې، د هوا حالات او داسې نور.

په دې کار سره به پاکستان د سارک هېوادونو تر منځ دا اجماع نوره هم پېاوړې کړې وی ترڅو د سیمې هېوادونو په خپل منځ کې په ډېرو نورو راتلونکیو فضایي پروژو کار کړی وی.

افغان حکومت ته سپارښتنې

د انځور حقوق AFP
Image caption هند تيره فرورۍ تشیال ته په یو وار د ۱۰۴ سپوږمکیو په استولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

هیڅ یو هېواد نه دایمي دوست لري او نه هم دایمي دښمن؛ بلکې دایمي ملي او نړیوالې ګټې لري.

افغانستان ته په داسې وخت کې پکار ده چې یوازې خپلې ګټې په پام کې ونیسي او هیڅکله هم د نورو هېوادونو له تبلیغ او تشویق اغېزمن نه شي.

د جنوي اسیا سپوږمکۍ او د نورو راتلونکیو تشیالي چارو په اړه خپلې سپارښتنې په ټوله کې افغان حکومت او په ځانګړې ډول مخابراتو وزارت ته په لاندې ډول لنډوم.

۱: د مخابراتو وزارت باید ډاډمن شي، هغه اطلاعات چې د جنوبي اسیا له سپوږمکۍ تېریږي درېیم لوری ورته لاسرسی ونه لري او نه یې کنټرول کړی شي.

افغان حکومت باید هند ته قناعت ور کړي چې د ښو اړیکو په پار یاد اطلاعات خوندي وساتل شي یا هم د دې ټرانسپونډرونو ټول واک افغانستان ته وسپاري.

۲: د دې لپاره چې د امنیت هر ډول اندېښنه له منځه یووړل شي نو مناسبه به وي چې د مخابراتو وزارت دا دوه ټرانسپونډرونه د داسې اطلاعاتو د لېږلو لپاره وکاروي چې د امنیت ساتل یې دومره مهم نه وي.

د بېلګې په توګه د یو څو ټلویزیونی چینلونو ژوندي نشرات پرې ولېږي، او داسې نور.

۳: پر ۲۰۲۰ کال افغانسټ-۱ سپوږمکۍ له منځه ځي او نور خدمتونه نشي وړاندې کولی.

په داسې حالاتو کې هر دولت او کمپنۍ باید حد اقل درې کاله مخکې کوښښ وکړي چې بدیل یې ولټوي.

افغان حکومت لا تراوسه د کوم نهایي بدیل په اړه تصمیم نه دی نیولی. د مخابراتو وزارت باید ژر تر ژره له ډېرو هېوادونو او کمپینو سره په دې برخه کې خبرې پیل کړي.

۴: د افغانستان د دوهم سټلایټ په برخه کې باید دا هېواد هیڅکله هم د چین او هند له تبلیغاتو او تشویق اغېزمن نه شي.

داسې یو تصمیم باید ونیول شي چې هغه کې دې هېواد ته ډېره ګټه ورسیږي.

۵: د ۲۰۲۰ کال لپاره د نوي سټلایټ په توغولو کې افغانستان ته دوه انتخابه پراته دي.

لومړی دا چې له یوه هېواد سره په شراکت سپوږمکۍ وتوغوي، چې سپوږمۍ او مصرف یې ټول د هغه هېواد او فضایي حریم یې د افغانستان وي.

دوهم انتخاب دا چې افغانستان له یوه هېواد سپوږمکۍ واخلي او فضا ته یې واستوي.

دا هر انتخاب خپلې ګټې او تاوان لري او تحلیل یې د دې لیکنې له وسه پوره نه دی، خو بیا هم باید وویل شي چې د ساینسي او علمي تحلیلونه په پایله کې باید له دغو دوو تصمیمونو یو غوره شي.

۶: افغانستان لا تراوسه د تشیال څېړنو اداره نه لري.

دې هېواد ته پکار ده چې ژر تر ژره په دې برخه کې یو څېړنیز مرکز جوړ کړي چې په فضایي مسایلو کې د افغانستان په اړه څېړنې وکړي او د هغو څېړنو په رڼا کې خپل تصمیمونه ونیسي.

۷: افغانستان ته پکار ده چې د اوس لپاره یوازې د جنوبي اسیا او افغانسټ-۱ په سپوږمکیو قناعت ونه کړي. کوښښ باید وشي چې له بېلابېلو هېوادونو سره د مخابراتو په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ او سوداګرۍ تړونونه لاسلیک او عملا کار پرې وکړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption هند غواړي د سپوږمکیو په برخه کې سوداګري ولري.

اصف حبیبي د اروپایي ټولنې د ساینس او ټکنالوجۍ په یوه څېړنیز پروګرام کې د مخابراتو پر 5G څېړنه کوي او هممهال د جرمني د کایزرزلاوټرن تخنیکي پوهنتون کې پر دوکټورا بوخت دی.

نوموړي د لیسانس زدکړې په کابل پوهنتون او ماسټري یې د چک جمهوریت د ساینسي علومو په پوهنتون کې کړې ده.

ورته مطالب