هالنډ: هغه ګولۍ نیول شوې، چې 'اورپکو وسله والو ته استول کېدې'

پولیس د انځور حقوق Dutch police

هالنډ کې د نشه یې موادو له کارخانې د دغو درملو له موندل کېدو وروسته پولیس د دوو مشکوکو کسانو لټون کوي.

د ځايي پولیسو په وینا دوی ګومان کوي، دغه درمل سخت دریځو وسله والو ته ګټه رسوي.

تېره میاشت پولیسو د کپټاګون نومي جعلي ګولیو په اړه معلومات تر لاسه کړي وو، خو دا اوس هم معلومه نه ده، چې دغه درمل منځني ختیځ ته استول کېدل.

برتانیا: زاړه خلک زیات نشه یي توکي کاروي

نشه یي توکي ماغزه پڅوي

افغان ځوانانو ولې "ټابلیټ که" نشه يي ګولیو ته مخه کړې؟

پولیس وايي دغه ګولۍ یې د هېواد سویلي لیمبرګ سیمه کې موندلې وې. چارواکي وايي، فورنسک انسټيټیوټ کې د دغو ګولیو ارزونه کېږي.

بل لور ته ایټالوي پولیسو ویلي، دوی د ټراماډول په نامه اووه نیم میلیونه ګولۍ تر لاسه کړې، چې په وینا یې سخت دریځي اسلامپال یې کارووي. پولیس وايي دغه درمل د کارګو له لارې لیبیا ته استول کېدل.

ویل کېږي ټراماډول نومي نشه لرونکي درمل د دردونو مخنیوي لپاره استعمالېږي.

ایټالوي پولیس وايي، دغه درمل له هنده استول شوي وو او په وینا یې دوه هدفونه یې کېدای شي، چې په وینا یې یا خو یې موخه له سخت دریځو سره مالي مرسته ده او یا دا چې د جهاديانو بدني زور زیات کړل شي.

په یوه رپوټ کې چې سږ کال خپور شو ویل شوي وو، چې د ټراماډول د استعمال هدف په نایجریا کې د بوکو ډلې حرام وسله والو کې د وحشیانه زور زیاتي ډېرول دي.

د انځور حقوق Guardia di Finanza

د کپټاګون نومي درملو مهم ترکیب کې ایمفیټامین شامل دي، خو غیر قانوني نشه یې مواد تولیدونکي په کې اکثر کافین یا نور مواد شاملوي. د کپټاګون استعمال د اورپکو د جګړې کولو وړتیا ډېروي.

اړونده مطالب