نوې درملنه پر ایچ‌ای‌وي د اخته کسانو ژوند اوږدوای شي

د انځور حقوق JIMMY ISAACS
Image caption روغتیاپالانو دغه پرمختګ په تېرو ۴۰ کلونو کې په طبي برخه مهمه لاسته راوړنه بللې ده

څېړنه ښيي، د ایچ‌ای‌وي درمللو نویو رودو پر مټ شوني شوې هغوی چې یاده ناروغي لري، تقریباً نورمال او اوږد ژوند وکړي.

د څېړنې له مخې، په ایچ‌ای‌وي اخته ځوانان چې په ۲۰۱۰ کال یې درملنه پیل کړې وي، تر هغو لس کاله ډېر ژوندي پاتېدای شي چې په ۱۹۹۶ کال یې درملنه پیل کړې وي.

د ډاکټرانو خبره دا ده چې د ایچ‌ای‌وي سملاسي درملل د اوږده ژوند او سلامتیا لپاره ډېره اړین دي.

* څېړنه: لمونځ د ملا دردونه کموي

* څېړنه: د وېښتانو سپینوالی د زړه له ناروغۍ سره تړاو لري

* ''د اوږده عمر لپاره سره مرچ''

د دوی په خبره، اوسمهال هم داسې کسان ډېر دي چې په ایچ‌ای‌وي اخته وي، خو پې پوه نه وي.

څېړنه د برسټل پوهنتون څېړنډلې تر سره کړې ده. د دوی په خبره، د ایچ‌ای‌وي په درملنه کې وروستی پرمختګ د نویو هغو درملو له امله دی چې جانبي تاوان یې کم، خو د ایډز وایروس په مهارونه کې اغېزناک دي.

روغتیاپالانو دغه پرمختګ په تېرو ۴۰ کلونو کې په طبي برخه مهمه لاسته راوړنه بللې ده.

پروفیسر سټوکس لیمپرډ وايي، دا ډېره ستره طبي لاسته راوړنه ده، هغه ناروغي چې یو وخت یې درملل ناشونې ګڼل کېدل، اوس کابو کېدای او ناروغ یې تر ډېره ژوند کوای شي.

اړونده مطالب