'نړۍ کې ګڼې ادارې د انټرنېټي غلو ښکار شوې'

د انځور حقوق .

داسې ښکاري، چې انټرنېټي غلو نړۍ کې پر یو شمېر ادارو انټرنېټي برید کړی دی. هغو چې ادعا کوي اغېزمن شوي دي ویلي، د انټرنېټي پیغامونو له لارې ورنه د پېسو غوښتنه شوې.

دوی د دغو انټرنیټي پیغامونه عسکونه هم خپاره کړي دي.

په اسپانیا، ایټالیا، پرتګال، روسیه او اوکراین کې د دغه ډول بریدونو رپوټونه خپاره شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده، چې بریدکونکي یوه ډله ده که بېلابېلې دي.

پر یاهو انټرنیټي برید ۵۰۰ میلیونه کاروونکي اغېزمن کړي

د مالیزیا هوايي شرکت پر ویبپاڼه انټرنیټي برید شوی

انټرنېټي بریدګرو د نورو لوبغاړو طبي معلومات افشا کړل

د انټرنېټي خوندیتابه یوه ماهر ویلي داسې ۳۶۰۰۰ تاوان غوښتونکي ویروسونه یې ړنګ کړي، چې 'غواړم وژاړم ' یا ورته نور نومونه ورکړل شوي وو. هغه وايي:

'دا خورا لوی شمېر دی '

د برتانیا روغتیا ملي اداره یا این ایچ ایس هم د غواړم وژاړم په نامه له دغه بریده اغېزمن شوی دی او کارکوونکو یې هغه تصویرونه خپاره کړي دي، چې دوی د خپلو کمپیوټرونو له سکرینونو اخیستي.

د اسپانیا یو شمېر کمپنۍ هم په ظاهره له دغه بریده اغېزمن شوې دي.

ټیلیفونیکا نومي مشهور مخابراتي شرکت ویلي، دوی د خوندیتوب له یوې انټرنېټې پېښې خبر دي، خو په په وینا یې مشتریان او خدمتونه یې نه د ي اغېزمن شوي.

د برېښنا ایبردرولا نومي شرکت او دغه راز ګاز نیچرل نومي شرکتونه هم ویل کېږي اغېزمنو کې شامل دي. رپوټونو کې ویل شوي کارکوونکو ته د خپلو کمپیوټرونو بندولو ویل شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب