سړي د مېندوارۍ د مخنیوي درمل ولې نه خوښوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ریسګ د مېندوارۍ د مخنیوی دویم ارزان درمل دي.

نارینه وو ته له یوې مودې راهیسې د مېندوارۍ د مخنیوي ګولیو خبره کېږي، اوس دا خیال پر حقیقت بدلېږي، ځکه په هند کې ډاکټرانو د مېندوارۍ د مخنیوي دا ډول درمل تیار کړي دي.

د مېندوارۍ د مخنیوي دا درمل د پیچکارۍ یا انجکشن په شکل دي او د یو رپوټ له مخې، د رېسګ په نوم دا دارو د کانډوم(پوکڼۍ) په څېر اغېزناک دي.

* استرالیایۍ ''لسو ورځو کې دوه ځلې میندواره شوې''

* 'میندواري د نوو رسېدلو نجونو د مړینې لوی لامل دی'

د رپوټ له مخې ازموینه یې ډېره اغېزناکه او کارول یې اسان دي.

دا هم ویل کېږي چې د مېندوارۍ د مخنیوي دا دارو د نورو درملو په پرتله ارزان دي. خو بیا هم دا درمل تلپاتې علاج نه دی او حکومتي ادارو کې یې منل هم پاتې دي.

ډاکټران څه وايي؟

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption عام باور دا دی چې مېرمنې د مېندوارۍ د مخنیوي مسوولې دي.

ماهران وايي، سره له دې چې ریسګ د مېرمنو بوج کموي او د مېندوارۍ مخنیوی هم په ارزانه لګښت کوي، خو بیا هم طبي کمپنۍ له دې درملو سره لېوالتیا نه لري.

سړیو ته د مېندوارۍ د مخنیوي درمل اوږد تاریخ او ستړيونکي دي، ماهران په دې باور دي، چې د کمپنیو مشران هم دغې مسلې ته اندېښمن دي.

* نوو میندو ته د ژور خپګان پیدا کېدو لاملونه او درملنه

* ناروغو میندوارو ښځو ته د درملنې په اړه معلومات ورکول څومره مهم دي؟

ډاکټر هرجن کویلنګ بیننک د ښځینه ناروغیو متخصص دی. هغه وايي: 'ریښتیا خبره دا ده چې لویې کمپنۍ وايي، سړي به دا درمل کله هم ونه کاروي او دا لویه مسله ده'.

عام فکر دا دی چې سړی د بچي نه زېږولو مسوولیت نه لري، خو اوس دا سوچ ننګول پکار دي.

کمپنۍ هم دا ارزان درمل نه خوښوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډاکټران وايي، دا درمل ارزان دي، ځکه یې د درملو کمپنۍ هم نه خوښوي.

پر دې سربېره پیسې هم لویه ستونزه ده. باور دا دی چې د رېسګ په نوم دا درمل ارزان دي او په دې سره د درمل جوړولو کمپنیو ګټه نیمايي ته ټیټېږي او د کانډوم بازار هم له خطر سره مخ کوي.

ډاکټر بیننک وايي، بې شکه چې د میندوارۍ مخنیوونکو دغو ارزانو، اسانو او جانبي عوارضو نه درلودونکو درملو ته ښه بازار پیدا کېږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د یو رپوټ له مخې مخ پر وده هېوادونو کې ۲۲۵ میلیونه مېرمنې د مېندوارۍ ځنډول یا بندل غواړي، خو د دې مخنیوي لپاره شته درمل د دوی لپاره بس نه دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مېرمنو ته دا مهال د مېندوارۍ د مخنیوي شته درمل بس نه دي.