یوه هندي زلمي تر ټولو 'سپکه سپوږمکۍ' جوړه کړې

رفعت شاروك د انځور حقوق Twitter/@Rifarh_Shaarook
Image caption دغه نوی ساینسپوه رفعت د هند تامیل نادو د یوه کوچني کلي اوسېدونکی دی او د چینای په 'سپېس کېډز انډیا' مؤسسه کې کار کوي.

یوه هندي زلمي د امریکا د فضايي څېړنو 'ناسا' په ملاتړ یوې سیالۍ کې د نړۍ تر ټولو ډېر کم وزنه '۶۴ ګرامه' مصنوعي سپوږمکۍ جوړه کړې. دا سپوږمکۍ به راتلونکی جون پرانیستله شي.

د ۱۸ کلن رفعت شاروک په لاس دا سپوږمکۍ به امریکا کې د ناسا په یوه فضايي اډکه کې وتوغوله شي.

شاروک وايي، له دې سپوږمکۍ جوړولو یې هدف دا ډاډ ترلاسه کول وو چې 'ترې ډي' یا 'درې ګوټیزه' پرېنټر یا چاپګر انځورونه چاپ کړي.

هند د افغانستان په ګډون سوېلي اسیا هېوادونو لپاره سپوږمکۍ توغولې

''فیسبوک'' په ۲۰۱۶ کې مصنوعي سپوږمکۍ توغوي

د هند فضايي ډيپلوماسي او د افغانستان ګټې

هند فضا ته د سپوږمکیو استولو ریکارډ مات کړ

نوموړي سیمه ییزو رسنیو ته وویل، سپوږمکۍ به یې د نیمه فضايي څلور ساعته ماموریت لپاره وکاروله شي.

شاروک وویل: ''له صفر نه مو کار پرې پیل کړی. یو نوی کمپیوټر به هم ورسره ونښلول شي. د چټکتیا لپاره به یې اته حسګر هم نصب شي.''

دې کوچنۍ مصنوعي سپوږمکۍ ته د هند د مخکیني لومړي وزیر عبدالکلام ازاد نوم په څېر 'کلام ساټ' نوم ورکړل شوی، چې نوموړی د هند په هوايي چلند کې یو مخکښ هم دی.

د انځور حقوق Facebook/RifathShaarook
Image caption د کوچنۍ مصنوعي سپوږمکۍ ازمیښتي بڼې انځور

دغه نوی ساینسپوه رفعت د هند تامیل نادو د یوه کوچني کلي اوسېدونکی دی او د چینای په 'سپېس کېډز انډیا' مؤسسه کې کار کوي.

دا مؤسسه د هندي ماشومانو او زلمیانو د ساینس او تعلیم د پرمختګ برخه کې فعالیت کوي.

کلام ساټ ددغه کوچني ساینسپوه لومړی ابتکار نه دی، نوموړي په ۱۵ کلنۍ کې د کوچنیو ساینسپوهانو سیالۍ کې په ملي کچه له هیلیم ګاز ډک یو هوايي بالون هم جوړ کړی دی.

ورته مطالب