ایا کولی شئ "چاغ خو صحتمند" اوسئ؟

د انځور حقوق Beeldbewerking
Image caption څېړونکو هغه کسان تعقیب کړي چې د څېړنې په پیل کې یې وزن ډېر و او د زړه د ناروغۍ، د وینې د لوړ فشار، کولسترول او د شکرې ستونزه یې نه درلوده.

پرتګال کې کارپوهان وايي دا نظر چې څنګه ځینې خلک هم کولی شي چاغ وي او هم له روغتیايي پلوه صحتمند، یوه معما ده.

د دوی څېړنه چې لا خپره شوې نه ده، په برتانیا کې ترسره شوې او د ۳٫۵ میلیون خلکو روغتیايي سوابقو ته په کې کتنه شوې.

دوی وايي هغه خلک چې پنډ ول، خو د زړه د ناروغۍ، شکرې او د وینو د غوړ،کولسترول ناروغۍ لومړنۍ نښې نښانې یې نه درلودې، وروسته په ژوند کې له ناروغیو خوندي نه ول. دا له پخوانیو موندنو سره په ټکر کې ده.

د دغې مطالعې خلاصه بڼه د چاغښت پر مسلې اروپايي کنګرې کې وړاندې شوې.

د" چاغ خو روغ" اصطلاح د هغې نظریې برخه ده چې که یو کس پنډ وي خو نور میتابولیک فکتورونه یې لکه د وینې فشار او خوږه له ټاکل شوې کچې لوړ نه وي، اضافي وزن به یې زیان ور ونه رسوي.

په دغې څېړنې کې چې د برتانیا برمنګهم پوهنتون کې ترسره شوې د میلیونونو برتانوي ناروغانو روغتیايي سوابق یې د ۱۹۹۵ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ کتلي چې معلومه کړي ایا پورتنۍ ادعا سمه ده که نه.

دوی هغه کسان تعقیب کړي چې د څېړنې په پیل کې یې وزن ډېر و او د زړه د ناروغۍ، د وینې د لوړ فشار، کولسترول او د شکرې ستونزه یې نه درلوده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډاکتر نپتن: "هغو خلکو ته چې چاغ دي او وزن یې له ټاکلې اندازې لوړ دی، ان که په نورو برخو کې صحتمند وي، د زړه د ناروغۍ ګواښ ورته متوجه دی."

وروسته دوی وموندل، د عادي خلکو پرتله هغو خلکو ته چې چاغ ول خو له "میتابولیکي پلوه صحتمند" ول، د زړه د ناروغۍ، مغزي سکتې او د زړه د درېدو ګواښ ورپېښ و.

ایا د چاغ خو صحتمند نظریه سمه ده؟

د برتانیا د زړه د بنسټ کارکوونکی ډاکتر مایک نپتن وايي:" ګرانه ده چې د یوه عمر زړې معما ځواب په داسې څېړنو کې وموندلی شو. زه وړاندیز کوم چې داسې مسلې دې جدي ونیولې شي."

ډاکتر نپتن زیاتوي: " دغې څېړنې کې زما لپاره یو څه نوی و. هغو خلکو ته چې چاغ دي او وزن یې له ټاکلې اندازې لوړ دی، ان که په نورو برخو کې صحتمند وي، د زړه د ناروغۍ ګواښ ورته متوجه دی."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر کارپوهان وايي د روغتیايي ستونزو پر سر یوازې افراد باید ګرم ونه بلل شي، بلکې د روغتیا د برخې کارکوونکي هم یو شمېر مسولیتونه لري.

خو دا چې دغه څېړنه لا علمي مجلو کې نه ده خپره شوې چې د یو شمېر ساینسپوهانو له نظره تېره شوې وي، نو دا قضاوت نه شو کولی چې ایا له ساینسي پلوه همداسې ده.

د بېلګې په ډول، دا ګرانه ده چې معلومه کړئ نور لاملونه لکه د خوړو ډول، د ژوند بڼه او سګرټ څکول دومره ونډه لري.

خلک څه باید وکړي؟

د برتانیا د زړه بنسټ وايي، د زړه د ناروغیو د مخنیوي او درملنې لپاره باید سګرټ ونه څکوئ، د خوراک اندازه او ډول مو بې انډوله نه وي، منظم فزیکي تمرین وکړئ او د الکولو چښل مو له حده ډېر نه وي.

یو شمېر کارپوهان وايي د روغتیايي ستونزو پر سر یوازې افراد باید ګرم ونه بلل شي، بلکې د روغتیا د برخې کارکوونکي هم یو شمېر مسولیتونه لري.

د برمنګهم پوهنتون ښوونکی ریشي کالېیاچیتي وايي:" د روغتیا په برخه کې د مسلکي خلکو موخه باید دا وي چې د چاغو خلکو د وزن د کمولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. دا مهمه نه ده چې میتابولیک سیستم یې عادی دی که غیر عادي."

ایا ټول موافق دي؟

ځینې نورې څېړنې وايي، دا هم شونې ده چې یو شمېر پنډ خلک داسې ژونکې ولري چې صحتمند پاتې شي.

د بېلګې په توګه، ۲۰۱۲ کال کې خپره شوې څېړنه وايي، که څوک میتابولیک ناروغي ونه لري کېدی شي هم چاغ و اوسي او هم صحتمند.

د انځور حقوق Getty Images

دغه څېړنه چې د اروپا د زړه بنسټ علمي مجله کې خپره شوې لیکي، هغه چاغ خلک چې له فزیکي پلوه صحتمند دي، د عادي وزن لرونکو خلکو پرتله د زړه د ناروغۍ یا سرطان په ناروغۍ نه اخته کېږي.

سره له دې چې د لږ چاغوالي او عادي بدن ترمنځ د توپېر کرښې ډېرې ښکاره نه دي، خو ساینسپوهان وړانديز کوي چې، په هنداره مه غولېږئ، که هرڅه ښکارئ خو فزیکي تمرین کوئ او خپل خوراک ته پام وکړئ.

ورته مطالب