"نوی قانون به ځوانان د سګرټو خوشې کولو ته وهڅوي"

سګرټ د انځور حقوق PA
Image caption د دې لپاره چې د خلکو له سګرټو بد راشي، باید د سګرټو پر ډبلي، په دریو کې دوه د روغتیا په اړه لوی خبرداری چاپ شي.

په برتانیا کې د هغه قانون پلي کېدل پیل شوي، چې له مخې یې د سګرټو هر ډبلی باید شین رنګه وي او روغتیا ته د رسوونکو زیانونو په اړه یې باید هر اړخیز مالومات پرې چاپ وي.

د دغه قانون موخه دا ده، چې ځوانان له سګرټو نه ځان ساتنې ته وهڅول شي.

د روغتیا بنسټونو يې هرکلی کړی خو د سګرټ څکوونکو یوې ډلې ویلي، دا به سګرټ څکوونکي د کوچنیانو په ډول معرفي کوي او د خلکو په عامه روغتیا کې به هم کوم بدلون رانه ولي.

دا قانون داسې مهال پلی کېږي چې د نویو شمېرو له مخې په برتانیا کې د سګرټ څکوونکو شمېر مخ په کېدو دی.

د انځور حقوق PA
Image caption د نوي قانون پر بنسټ ټول سګرټونه باید په شنه رنګي ډبلي کي وپلورل شي او روغتیايي خبرتیاوې ولري.

د دې لپاره چې د خلکو له سګرټو بد راشي، باید د سګرټو پر ډبلي، په دریو کې دوه د روغتیا په اړه لوی خبرداری چاپ شي.

ورته قانون به پر E سګرټ یا برېښنايي سګرټو هم پلی کېږي.

همدارنګه د لسو سګرټو ډبلی چې برتانیا کې ډېر عام دی هم وروسته له دې نه پلورل کېږي.

په اصل کې دا قانون تېر کال جوړ شوی و خو د دې لپاره چې د سګرټ پلورونکو لپاره وخت ورکړل شي خپل زېرمه کړي سګرټ خرڅ کړي، سږ کال یې پلی کېدل پیل شول.

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption د سګرټو خوشې کول د ډېرو خلکو لپاره ډېر ګران وي او مرستې ته اړتیا لري.

برتانیا کې چارواکي وايي د سګرټو اعلانونول هم ځوانان د سګرټو څکولو ته هڅوي چې د نوي ګام پورته کولو سره به ددغې چارې مخه هم ونیول شي.

په برتانیا کې د سرطان د څېړنو مرکز وايي دغه هېواد کې ډېری ځوانان تر ۱۸ کلنۍ وړاندې سګرټ څکول پیلوي خو له ډبلیو د اعلان لېرې کول به د دوی لېوالتیا کمه کړي.

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption که څه هم برتانیا کې د سګرټ څکوونکو شمېر مخ په کمېدو دی خو ډېری ځوانان له ۱۶ کلنۍ مخکې سګرټ پیل کوي.

د سګرټ څکولو د حق د ډلې فوریست، غړی سایمن کلارک وايي، ځوانان او تنکي ځوانان د سګرټ څکولو پر مهال د خپلې روغتیا په فکر کې نه وي او د سګرټو پېرېدونکی دې ته اړتیا نه لري چې تاسې تاوان ورته تشریح کړئ.

یوه ارزونه ښيي چې دا سراسري ګام به د برتانیا په کچه د سګرټ څکوونکو شمېر ۳۰۰٫۰۰۰ ته راټیټ کړي.

اوسمهال په برتانیا کې په ۱۰۰ کې ۱۷ لویان سګرټ څکوي.

ورته مطالب