چین په لومړي ځل له یوې کنګل وزمه مادې څخه غاز را اېستلي دي

Methane hydrate د انځور حقوق Alamy
Image caption میتان هایډرېټ په ډېره ټیټه تودوخه او لوړ فشار کې جوړېږي. دا د سمندر د تَل په رسوباتو او د ځمکې په کنګلي پاټکو کې موندل کېدلی شي.

چین په لومړي ځل د جنوبي چین سمندرګي کې له یوې کنګل وزمه مادې څخه غاز را اېستلي دي. دغه سیمه په راتلونکې کې نړۍ ته د انرژۍ د چمتو کولو له پلوه خورا لوړ ارزښت لري.

چیني چارواکي دا بری د انرژۍ په برخه کې یوه نوې موندنه بولي. په دې کې له "میتان هایدریتو" نه چې د "سوځېدونکي کنګل" په نامه هم یادېږي غاز را ایستل شوی دی.

ویل کېږي چې دغه ماده د غازو لویې زېرمې لري. د امریکا او جاپان په ګډون ډېر هېوادونه پر دې کار کوي چې دغه زېرمې څنګه راوباسي، ځکه کیندنه او سپړنه یې خورا ګرانه ده.

سوځېدونکی کنګل په اصل کې د اوبو او غازو یوهَ کنګل شوې ګډوله ده. د سینګاپور د ملي پوهنتون یوه استاد پراوین لینګا بي بي سي ته وویل چې دا ماده په سترګو د یوې کنګل بلور غوندې برېښي خو که یې تر مالیکولي کچې رانژدې کړئ وبه وینئ چې د میتان مالیکولونه د اوبو مالیکولونو راچاپېر کړي دي.

د انځور حقوق USGS
Image caption هغه میتان هایدریت چې د مکسیکو سمندر کې ترلاسه شوي.

میتان هایډرېټ په ډېره ټیټه تودوخه او لوړ فشار کې جوړېږي. دا د سمندر د تَل په رسوباتو او د ځمکې په کنګلي پاټکو کې موندل کېدلی شي.

د تودوخې له ټیټوالي سره سره دا هایډرېټونه سوځېدونکې دي. که اورلګیت ورنژدې کړئ، په کنکل کې دننه ایسار غاز اور اخلي، له دې امله یې "اورنی کنګل" یا "سوځېدونکی کنګل" هم بولي.

د فشار په کمولو یا د تودوخې په لوړولو، هایډرېټونه په اوبو او میتانو ویشل کېږي چې د میتانو کچه یې خورا لوړه وي. ددغسې یوه مرکب له یوه مکعب متر څخه ۱۶۰ مکعب متره غاز راوځي، چې په دې ډول دا د انرژۍ یوه شتمنه ماده بلل کېږي.

خو معما دا ده چې د غازو را ایستل خورا ګران دي او ډېره انرژي پرې لګېږي.

میتان هیایډرېټ په ۱۹۶۰مو کلونو کې د روسیې په شمال کې موندل شوي خو له هغو نه د غازو د را ایستلو لارې په تېرو لسو پنځلسو کلو کې لټول شوې دي.

جاپان د یوه داسې هېواد په توګه چې د طبیعي انرژۍ سرچینې بېخي نه لري، په دې پلټنو کې تر ټولو مخکښ و. نور سرغندوی هېوادونه هند او جنوبي کوریا دي چې هلته هم د تېلو خپلې زېرمې نه شته.

کاناډا او امریکا هم په دې برخه کې فعال دي، خو ډېر پام یې په اَلاسکا او کاناډا کې د ځمکې په کنګل پاټکو کې د هایډرېټو پر سپړلو ټول کړی دی.

د دې پلټنو او موندنو ارزښت په دې کې دی چې میتان هایډرېټ په بالقوه ډول د ډېرې انرژۍ درلودونکې سرچینه ده چې ښایي د انرژۍ د راتلونکو اړتیاوو لرې کوونکي شي.

په اصل کې د نړۍ د ټولو سمندرونو تَل، په تېره بیا قاره یي څنډو کې د انرژۍ زېرمې پرتې دي . هېوادونه اوس په دې اخته دي چې دا را ایستنه خوندي او ګټوره کړي.

چین په دغه لړ کې تر لاسه کړې پایله یو بری وباله او کارپوهان یې وایي چې د جاپاني پوهانو پرتله د دوی په هڅو کې د حاصل شوي غاز کچه ډېره ده.

Image caption د میتان هایدریت د جوړېدو بهیر

چین سوځېدونکی کنګل لومړی د چین په جنوبي سمندرګي کې پر ۲۰۰۷ کال موندلی و. دا سمندرګی چې د چین، ویتنام او فلیپین ترمنځ پروت دی، په وروستیو کلونو کې د ترینګلتیا سرچینه وه ځکه چې بېجینګ هغه او ترې لاندې هر ډول زېرمې د ځان وبللې.

سره له دې چې د چین دا بری بېساری دی، خو د پوهانو په نظر پر یوه اوږده لار تش یو ګام برېښي. د سینګاپور د ملي پوهنتون د استاد پروفیسر لینګا په وینا، دا لومړی ځل دی چې د تولید امکانات دومره راڼه برېښي، خو چې ډ‌ېر ژر وي ایله پر ۲۰۲۵ کال سړی د دې چارې د سوداګریزو امکاناتو ارزونه رېښتونې بللی شي.

د چیني رسنیو په وینا، په منځني ډول د ډېر نږه غاز ۱۶ زره مکعب متره هره ورځ له شینهو سیمې نه را ایستل کېږي. خو ښاغلی لینګا پر احتیاط د ټینګار په ترڅ کې وایي د چاپېریالي اندېښنو له لاسه دې هر ډول را ایستنه په خورا ځيرتیا ترسره شي. بالقوه خطر دا دی چې میتان غاز کېدی شي خپور شي او ددې اغېز به پر نړیواله تودوخه خورا ډېر وي. او دا هغه غاز دی چې تر کاربن ډای اوکساید اقلیم ډېر ککړوي.

نو په دې ډول مهمه خبره داده چې غاز بې له دې چې بهر ته خپور شي یا ووځي، را و ایستل شي.

اړونده مطالب