د باکتریا ضد ۱۰۰۰ برابره ځواکمن انټي بیوټیک وموندل شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وانکو مایسین نوی ډول زر چنده ځواکمن دی.

ساینسپوهان وایي، د ژوند ژغورلو لپاره یې د انټي بیوټیک نوی ډول موندلی.

په امریکا کې څېړنیزه موسسه سکریپس وايي، د دې موسسې څېړونکو په وانکومایسین (Vancomycin) انټي بیاټیک کې په بدلون راوستلو سره دا نوی درمل موندلی دی.

دا درمل له دریو لارو باکتیریا اغېزمنوي او په دې ډول یې د انټي بیاټیک په مقابل کې مقاومت له منځه وړي. د وانکو مایسین نوی ماډل به تر پنځو کلونو تیار شي.

* ویروسونه "د سهار لخوا ډېر خطرناک وي"

* ساینسپوهانو جراثېم خوړونکې باکتریا موندلې

وانکومایسین له نږدې شپېتو کلونو راهیسې د عفوني ناروغیو د درملنې لپاره وړاندیزېږي، خو په وروستیو کې د دې انټي بیاټیک په مقابل کې باکتریاوو خپل مقاومت ښودلی دی.

ساینسپوهان وايي، د انټي بیاټیک نوی ډول د هغو جراثیمو د له منځه وړلو لپاره جوړ شوی، چې له پخواني انټي بیاټیک سره یې مقابله کوله.

دوی وايي د دا ډول جراثیمو پرضد یې هڅې ډېرې شوې دي.

سکرېپس موسسه وايي، ډکټران دا نوی انټي بیایټک د باکتریاوو د مقاومت پیدا کولو له اندېښنې پرته کارولی شي.

د درملو مقابل د باکتریا مقاومت

ر د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption د انټي بیاټیک ډېر یا پرلپسې کارونګ هم داسې باکتریا پیدا کوي چې بیا درمل پر اغېز نه کوي.

د روغتیا نړیواله اداره د انټي بیاټیک سره مقابله کوونکې باکتریاوې په نړیواله کچه د انسانانو د روغتیا، خوراکي امنیت او ټولنیزې او اقتصادي پراختیا په مقابل کې خورا لوی ګواښ بولي.

دا اداره زیاتوي، د انټي بیاټیک په مقابل کې د میکروبونو سختېدل به په اوسنیو درملو سره د ناروغیو درملنه سخته او ان ناشونې کړي او خلک به له داسې وضعیت سره مخ کړي چې د انټي بیاټیک له موندلو راهیسې نه دی لیدل شوی.

* د غوږ د خیري په اړه پنځه رازونه

* بایسکل ځغلول سرطان او د زړه ناروغۍ خطر کموي

د کارپوهانو په خبره، له اندازې ډېر او پرلپسې انټي بیاټیک خوړل جنټیک خوځښت راولي او داسې باکتریاوې رامنځ ته کوي چې دا درمل بیا پر هغوی اغېز نه کوي.

په بله ژبه انسان ګام په ګام د دې باکتریا په مقابل کې بې وسلې کېږي.

په ځیرتیا سره انټي بیاټیک کارول د دغو باکتریاوو د څرګندېدلو مخنیوی یا د دا بهیر کمزورولی شي، خو بیا هم پوهان د داسې درملو موندلو ته هیله من دي، چې باکتریا یې په مخ کې ونه درېږي.

وانکومایسین

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پخوانیو څېړنو هم غوښتنه کوله چې د مقاومو باکتریاوو پرضد د وانکومایسین جوړښت کې بدلون راوستل شيږ

د سکرېپس موسسې د څېړونکو په خبره، د وانکومایسین په مقابل کې د باکتریاوو د مقاومت د وخت مودې وښوده چې دا چاره په اسانه نه پېښېږي.

وانکومایسین د باکتریاوو په له منځه وړلو کې ډېز اغېز لري، ځکه "کوډګر درمل" بلل کېږي.

پخوانیو څېړنو هم ښودلې چې د دې انټي بیاټیک په جوړښت کې په بدلون راوستلو سره یې اغېز ډېرېدلی شي.

د نوې څېړنې پایله چې د پوهنو ملي اکېډمۍ رپوټونو کې خپره شوې په دغه انټي بیاټیک کې د بدلون کیسه کوي، چې په یو بل ډول پر باکتریاوو اغېز کولی شي.

د څېړونکو په خبره، په وانکو مایسین کې چې کوم بدلون راغلی، د دې انټي بیاټیک اغېز یې زر چنده ډېر کړی او د اوږدمهال لپاره یې د کارولو امکان هم شته.

اړونده مطالب