د انټيبيوټيکو نوې بڼه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د انټيبيوټيکو نوې بڼه

ساينسپوهان وايي د انټيبيوټيکو يوه نوې بڼه به د نړۍ يو تر ټولو زيات ګواښوونکی ميکروب له منځه يوسي، چې زر برابره لا ځواکمن دي.

د انټيبيوټيکو پر وړاندې مقاومت د نړيوالې روغتيا پر وړاندې يو تر ټولو لوی ګواښ ګڼل کېږي.

اوس امريکا کې ساينسپوهانو د داسې ناروغيو پر وړاندې خپله جګړه کې، چې د انټيبيوټيکو مقاومت لري، پرمختګ کړی دی. څېړونکو يو شته درمل کې، چې وانکوميسين، نومېږي د داسې څه جوړولو لپاره بدلون راوستی، چې دوی یې د دغه درمل نوې جادويي بڼه بولي.