د خواله رسنیو له لارې د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوي هڅې

د انځور حقوق Getty Images

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تېرېزا مې ته خبرداری ورکړل شوی، له لندن برید وروسته به د تکنالوژۍ کمپنیو لپاره د هغې له لوري د اصولو سختولو ژمنه ګټوره نه وي.

مېرمنې مې ویلي و، د انټرنېټ یو شمېر برخې باید د نوموړې په خبره له دې کبله وتړل شي، چې 'ترهګریزو فعالیتونو ته خوندیتوب ورکوي. ' خو د ازدادانه حقونو ډلې ویلي خواله رسنۍ کومه ستونزه نه، بلکې دوی د مېرمنې مې غندنه 'فکري لټي ' بللې.

د فېسبوک له لارې د هغو کسانو د مخنیوي هڅه چې له همدې لارې ترهګریزې کړنې تر سره کوي، وروسته له هغه کېږي چې د بریتانیا لومړۍ وزیرې ټېریزا مې د ټکنالوژۍ په برخه کې پر فعالو شرکتونو چې خواله رسنۍ یې یوه برخه ده ،غږ وکړ چې د سخت دریځو د فعالیت مخه ونیسي.

فېسبوک او ټوېټر 'د ځوانانو ذهن ته زیان رسوي'

فېسبوک ته د تایلنډ چارواکو خبرداری

یوه سړي د لور وژنې صحنه پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه خپره کړې

مېرمن مې دغه څرګندونې د وړمې شپې له هغو بریدونو وروسته کړې چې د لندن ښار په یوه مهمه او مشهوره سیمه کې رامنځته شول.

هغې ویلي، د انټرنېټ پرمټ چلېدونکو شبکو د سخت دریځې ایډیالوژۍ د ودې لپاره خوندي چاپېریال برابر کړی دی.

د مېرمن مې د دغې غوښتنې په ځواب کې فېسبوک ویلي، له خپلې پاڼې به هغه مواد لرې کړي چې له ترهګرۍ سره تړاو لري.

یوې بلې خواله رسنۍ ټویټر هم ویلي، دوی په سیستماتیکه توګه د هغې تکنالوژۍ کاروول پراخوي چې پر خپله پاڼه د ترهګرۍ اړوند موادو مخنیوي کوي.

ټویټر شرکت ویلي، په همدې لړ کې یې یوازې تېرکال نږدې څلور سوه زره اکاونټونه فعالیت ځنډولی.

د بي بي سي د سوداګریزو چارو خبریال جو لینام وايي، دې ته په پام سره چې د نړۍ په کچه په هره دقیقه کې یوټیوب شبکې کې څلور سوه ساعته ویډیويي مواد پورته کېږي او په نړۍ کې د فېسبوک دوه ملیارده فعال کاروونکي دي، له خواله رسنیو د ترهګرۍ اړوند مواد لرې کول او یایې مخنیوي اسانه چاره نه ده.

دی وايي، ددې لپاره د ټکنالوژۍ پرمټ او د تخنیکي کسانو په مرسته ډېرو پراخو امکاناتو ته اړتیا ده، چې وايي، سم قضاوت په دې برخه کې یوه بله ننګونه ده.