'د انسانانو تر ټولو زاړه هډوکي موندل شوي'

د انځور حقوق PHILIPP GUNZ/MPI EVA LEIPZIG

ساینسپوهان وايي، له دې وروسته ښايي هغه مفکوره ډېره مهمه و نه بلل شي، چې ګواکې د اوسني انسان ارتقايي عمل دوه سوه زره کاله مخکې ختیځه افریقا(د بشریت زانګو) کې شوې ده.

شمالي افریقا کې د پخوانۍ زمانې د پنځو انسانانو داسې پاتې شوني موندل شوي، چې ښيي د دوو سوو رزو کلونو له منل شوې مودې سل زره کاله مخکې انسان هلته ژوند کاوه.

نړۍ کې د کب نیونې تر ټولو لرغوني چنګک

نوې څېړنه: هندسه په لومړي ځل په لرغوني بابل کې کارول شوې

د نوې موندنې له مخې کېدای شي د بشري نسل لومړنی پړاو د دوه سوه زره کاله پر ځای درې سوه زره کاله مخکې ژوند کړی وي.

څېړونکي وايي دې سره دا هم ثابیتېږي، چې انسانانو په یوه محدود ځای کې وده نه ده کړي، بلکې ټول براعظم کې یې ژوند کړی دی.

په دې اړه نوی څېړنه نیچر مجلې کې چاپ شوې.

د انځور حقوق SHANNON MCPHERRON/MPI EVA LEIPZIG
Image caption مراکش کې جبل ارهود

جرمني کې د بشري ارتقا اړوند ادارې میکس پنیک انسټیټیوټ پروفیسر ژان شیکیز هبلن په وینا کېدای شي دې سره هغه نصابي کتابونه له سره ولیکل شي، چې 'د یوه نسل په توګه زموږ د ارتقا په تړاو خبرې په کې شوې ' نوموړی وايي:

''دا کیسه د افریقا کومه برخه کې د ایډن ګارډن د کوم ناڅاپي عمل کیسه نه ده، بلکې دا یو تدریجي عمل و، چې ټول براعظم په کې شامل و، نو که چېرې کوم ایډن ګارډن هم و، ټوله افریقا به وه. ''

پروفیسر هبلن د فرانسې 'کالج دې فراسن ' کې د خبرو پر مهال د مراکش له 'ارهود ' نومي غره نه تر لاسه شوي انساني پاتې شوني هم ښکاره کړل.

دې کې د انسان ککرۍ، غاښونه او اوږده هډوکي شامل دي. پروفیسر هبلن پر دغه څېړنه لس کاله کار کړی دی او داسې ثبوتونه یې وړاندې کړي دي، چې ډېر ځانګړي بلل کېږي.

هغه توکي، چې له دغې سیمې تر لاسه شوي دي، د نوي تخنیک پر بنسټ یې په اړه ویل کېږي، چې له درې سوه تر درې نیم سوه کاله پخواني دي او د ککریو جوړښت اوسنیو انسانانو ته ورته دی.

د نوموړي څېړنه ښيي، چې د هغې زمانې خلک د ډبرې له وسایلو سره بلد وو او په استعمال یې هم پوهېدل. دوی نه یوازې دا چې اوسنیو انسانانو ته ورته وو، بلکې کړه وړه یې هم د عادي انسانانو په څېرو وو.

له دې مخکې د پخوانیو انسانانو پاتې شوني له ایتوپیا نه موندل شوي وو او داسې فکر کېده، چې نژدې دوه سوه زره کاله پخواني دي. خو نوې موندنې ښيي، چې د انسان تاریخ له دې هم پخوانی دی. پروفیسر هبلن وايي:

''د نوي انسان لومړنۍ بڼه څنګه وه، په دې اړه باید موږ پر خپل لیدلوري له سره غور وکړو. د هغه په خبره د اوسني انسان له ارتقا مخکې د انسانانو بېلا بېل نسلونه وو، چې له یوه بله بېل وو او ټولو خپلې ځانګړتیاوې درلودې. ''

د انځور حقوق JEAN-JACQUES HUBLIN/MPI-EVA, LEIPZIG

د نوموړي په وینا زرګونو کلونو کې د انسان بڼه او هییت بدلون موندلی. تر اوسه داسې فکر کېده، چې نژدې دوه سوه زره کاله پخوا د افریقا په ایتوپیا کې اوسني انسان ناڅاپه ارتقا وکړه، له هغه وروسته انسانان لومړی افریقا کې او وروسته په ټوله نړۍ کې خپاره شول.

اړونده مطالب

ورته مطالب