د نړۍ تر ټولو جګ غر څو متره دی؟

ایورسټ ته په ختلو کې یو شمېر غر ختونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې په اړه یې ډېر فلمونه هم جوړ شوي د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایورسټ ته په ختلو کې یو شمېر غر ختونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې په اړه یې ډېر فلمونه هم جوړ شوي

د نړۍ تر ټولو لوړ غر په نیپال کې دی چې "ایورسټ" نومېږي او ویل کېږي کابو ۹ زره متره لوړوالی لري. خو نیپالي چارواکي اوس په دې خبره کې یو څه شکمن دي.

له همدې کبله دوی اوس غواړي چې د دوو کلونو په موده کې د دې غره اصل لوړوالی مالوم کړي.

د نیپال د ایورسټ د غره لوړوالی ۸۸۴۸ متره ښودل شوی. په همدې حساب دا د نړی تر ټولو جګ غر بلل کېږي.

خو په ۲۰۱۵ کال کې په دې هېواد کې یوې لویې او وژونکې زلزلې، اوس د نیپالي چارواکو په زړه کې شک پیدا کړی.

دوی ادعا کوي چې د زلرلې له کبله د ایورسټ غر له خپل اصلي موقعیته یو څه ښورېدلی دی.

چارواکي دا شک هم لري چې ښایي د ایورسټ غره په لوړوالي کې بدلون راغلی وي.

د کټمنډو پوسټ ورځپاڼه لیکي، په دې دوه کلنه پروژه به کابو یو نیم میلیون ډالره لګښت راځي او په ترڅ کې به یې دا هم کتل کېږي چې اقلیمي بدلون پر ایورسټ غره څه ډول اغېز کړی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هر کال په سلګونو سیلانیان د ایورسټ غره لیدو ته ځي.

د نیپال د سروې ګانو اداره وایي، د غره په شاوخوا کې به له درېیو بېلابېلو نقطو، د ایورسټ د لوړوالي کچه مالوموي.

خو د وروستۍ پایلې لپاره به غره ختونکي، یو شمېر وسایل پاس څوکې ته ور خېژوي.

یوازې یوه اوونۍ وړاندې هند هم اعلان کړی و چې د ایورسټ غره لوړوالی به مالوموي.

خو اوس ښایي دوی هم له نیپالیانو سره په یوه ګډه پروژه کار وکړي او دا مالومه کړي چې ایا رښتیا هم د ۲۰۱۵ کال زلزلې د ایورسټ غر کوچنی کړی او که نه.

ځمک پوهان وایي، د دې کار شونتیا ډېره کمه ده.

خو دې زلزلې د واورو لویې ټوټې د ایورسټ غره لمنو ته ور وښویولې، چې په پایله کې یې ۲۲ تنه ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د زلزلې مرکز له ایورسټ غره کابو ۲۲۰ کیلومتره لېرې و.

اړونده مطالب