عایشه ټاکیا: پلاستیک سرجري مې نه ده کړې

عائشہ ٹاکیا د انځور حقوق PEARL MEDIA PR
Image caption "اوس فېلمونو کې رول او کیسې تر ښکلي ښکارېدلو ډېر اهمیت لري"

د بالیووډ یوه پېژندلې هنرمنده عایشه ټاکیا ښايي هیڅ کله هم فکر نه و کړی، چې داسې به ور سره کېږي.

تېرو ورځو کې پر خواله رسنیو د هغې یو انځور خپور شوی او ویل کېږي، د مخ پلستیک سرجري یې کړې او اوس خرابېږي.

خو عایشه ټاکیا د دې انځور اړوند رسنیو کې خبرونه پخپله ردوي.

له بي بي سي سره خبرو کې هغې وویل، کله چې دا خبر خپور شو، زه هغه وخت له خپل خاوند سره ګوا کې وم. موږ ټولو پر وخندل:

"هره میاشت له یوه هنرمند سره داسي کېږي، دا ډېره ځورونکې خبر ده، څوک چې ماته له نژدې ګوري هغه پوهېږي چې دا هسې چټیات دي."

کله چې دا خبر خواله رسنیو کې ډېر خپور شو، نو عایشه ټاکیا پر انسټاګرام خپل انځور خپور کړ او د دې د پلستیک سرجرۍ په هکله انځور خپروونکو ته یې ځواب ور کړ.

د انځور حقوق Twitter
Image caption پر ټویټر دا انځور ډېر لاس په لاس شوی دی

د عایشه په خبره، کوم منرمندان چې په هېواد او بهر کې ښه کار کوي، بیا هم ځورول کېږي:

"زما په اند پر داسې منفي شیانو فکر کول پکار نه دي".

هغه د خواله رسنیو پر ګټو هم غږېدلې او ویلي یې دي چې له لارې یې هنرمندان د ځان په هکله خپل سپناوی کولی شي، خو پخوانیو هغو ته دا چانس نه و.

بي بي سي له عایشه ټاکیا وپوښتل چې بالیووډ کې د ښکلي ښکارېدلو لپاره څومره فشار پر اچول کېږي او بل دا چې منرمندانې پلستیک سرجري کوي، خو پټه یې ساتي؟

هغه په ځواب کې وایي "اوس فېلمونو کې رول او کیسې تر ښکلي ښکارېدلو ډېر اهمیت لري".

له مور کېدلو وروسته عایشه ټاکیا د یو څه وخت لپاره له فېلمونو ډډې ته شوې، خو اوس د هغې زوی لوی شوی، ځکه فېلمونو کې د رول وخت ورته برابر شوی او ډېر ژر به د ماشومانو فېلم کې څرګنده شي.

دا مهال دغه هنرمنده د انسانانو د قاچاق اړوند پوهاوي پیدا کولو لپاره په "زندګي یه زندګي" موزیک ویډیو کې را څرګنده شوې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وانټېډ د عایشې ټاکیا تر ټولو ډېر بریالی فلم دی

اړونده مطالب

ورته مطالب