نجلۍ پر یوټیوب شهرت لپاره خپل مین وژلی

دواړه د خپل دویم بچي د راتلو په تمه وو د انځور حقوق YOUTUBE
Image caption دواړه د خپل دویم بچي د راتلو په تمه وو

د امریکا د مینیسوټا ایالت یوې اوسېدونکې په خواله رسنیو کې د خلکو د پام جلبونې په پار پر خپل مین ډز کړی او هغه یې وژلی دی.

"مونالیزا پیریز" دمګړۍ په زندان کې ده. پر نوموړې د خپل مین "پیټرو ریوز" د ناقصدي وژنې تور دی.

کیسه داسې ده چې مونالیزا او مین یې په یوټیوب کې چینل جوړ کړی چې تر ډېره پکې جالبې او له شوره ډکې ویډیوګانې خپروي.

تر شارک کبانو 'سیلفي' ډېر انسانان وژلي

سیلفي اخیستو پرمهال یې ځان په تومانچه ویشتلی

د سیلفي اخیستلو پر مهال د خلکو مړینه په زیاتېدو ده، مخنیوی يې څنګه کولی شو؟

د ډارین سامي پښتو او بې موبایله سیلفي

پر چینیل د زیاتو لیدونکو د را جلبونې په پار یې غوښتل حیرانوونکې ویډیو جوړه او خپره کړي.

د ویډیو فیلمونې په اړه یې پر ټوېټر یو پوست کړی و چې: "زه پر پیډرو ډزې کوم، خو دا د هغه فکر دی، زما نه دی."

د انځور حقوق POLICE HANDOUT
Image caption له پیریز نه د مونالیزا یو بچی زیږېدلیب او په بل بچي میندواره ده

مین یې تر کميس لاندې پر ټټر د کتاب پېړه پښتۍ کېښوده، معشوقې يې پرې له لږ واټنه ډز وکړ، مرمۍ د مین په سینه ننوته او ومړ.

مونالیزا چې کله د یوټیوب چینل لپاره دغه صحنه فیلموله نو شاوخوا یې پر ۳ کلنې لور سربېره یې ۳۰ خپلوان هم وو.

د "پیټرو ریوز" یوه خپلوان رسنیوته ویلي، دوی پر خواله رسنیو د خپلو لایکونو او ملګرو د زیاتولو لپاره داسې یوه صحنه فیلموله: "دوی ماته د خپل پلان په اړه ویلي وو، ما ورته وویل داسې مه کوئ، وسله ولې کاروئ."

د انځور حقوق Twitter

د هغه په خبره، هغوی (میَن او میَنه) پر یو بل ډېر ګران و، دا پېښه شرخوښي وه چې پایله یې ناسمه وه.

پولیسو د پېښې په تړاو دوه کمرې هم تر لاسه کړي چې په یوه کې یې دغه پېښه فیلم شوې ده.

د "مونالیزا او پیټرو" یوه خپلوان ځايي رسنیو ته ویلي، تر پېښې وروسته ټولو ژړل، ما یې د زغم تاب نه لاره، نو کور راغلم.

ورته مطالب