روغتیا: د پیچکارۍ پر ځای بې درده پټۍ

د انځور حقوق Georgia Tech
Image caption دغه پټې سلګونه نرۍ ستنې لري، په عادي ډول پر لاس یا بل ځل نښلول کېږي چې له درد پرته په پوستکي کې د ننوتو وړتیا لري

ساینسپوهانو داسې پټۍ جوړه کړې چې پر پوستکي نښلول کېږي او د پیچکارۍ په څېر بدن ته واکسین لېږدوي.

دغه پټې سلګونه نرۍ ستنې لري، په عادي ډول پر لاس یا بل ځل نښلول کېږي چې له درد پرته په پوستکي کې د ننوتو وړتیا لري.

یاده پټۍ دمګړۍ یوازې د زکام د درملنې لپاره جوړه شوې ده.

شنونکو لانسیت ژورنال ته ویلي، دا نوې پټۍ به د هغو په ګډون چې له پیچکاريو ډارېږي، ډېر له ناروغیو خوندي کړي.

له پیچکارۍ انکار

د زکام د مروجو واکسینونو پر خلاف دا پټۍ په یخ ځای کې د ساتلو اړتیا نه لري، درملتونونه یې په عادۍ الماریو کې کېښودای او خرڅولی شي.

هغو داوطلبانو چې د زکام ضد دغه پټۍ یې کارولې، تر پیچکارۍ کولو د دې پټۍ کارول ښه ګڼې.

د جورجیا ټیکنالوجۍ انسټیټوټ او د ایموري پوهنتون پروفیسران، چې دغه پټۍ یې پنځولې، وايي: دا پټۍ په بازار کې د شته واکسینونو په څېر کار ور کوي، خو د درد احساس نه رامنځته کوي.

د انځور حقوق Rob Felt/Georgia Tech
Image caption شنونکي وايي، نورو څېړنو ته اړتیا دا ده چې دغه پټۍ په ټولو برخو کې د واکسین او پیچکارۍ ځای ونیسي

مشر څېړونکی پروفیسر "مارک پراونیټز" وايي، که دغه پټۍ پر مایکروسکوپ وکتل وشي، نو سلګونه نرۍ ستنې به په کې ولیدل شي، همدغه ستنې له درد پرته په پوستکي کې ننوځي او واکسین لېږدوي.

دغه پټۍ د زکام له شته پیچکاریو سره هممهاله پر ۱۰۰ زکام شويو کسانو ازمویل شوې ده. یو شمېر داوطلبانو پر مټ او نورو د ۲۰ دقیقو لپاره پر مړوند نښلولې وه.

ټولو داوطلبانو ویلي، له پټۍ څخه یې درد نه دی احساس کړی، خو یو شمېر نورو بیا ویلي، د جلد پر لګېدلي ځای سوروالی رامنځته کوي.

جانبي عوارض یې له دې مهم نه دي ارزول شوي، چې په یوه ورځ کې یې نښې نښانې بېرته ښې کېږي.

شنونکي وايي، نورو څېړنو ته اړتیا دا ده چې دغه پټۍ په ټولو برخو کې د واکسین او پیچکارۍ ځای ونیسي.

د برتانیا د عامې روغتیا چارواکي وايي، که څه هم برتانیا کې د واکسین پر ځای له چکک (سپری) کار اخیستل کېږي، خو دا پټۍ به له زکامه د هغو زلمکیانو په ژغورنه کې ګټوره وي چې له پیچکاریو یې ویره کېږي.

یو بل روغتیاپال جان ایډمونډس وايي، له شک پرته دغه څېړنه ډېره ګټوره ده. دا به د واکسینونو په تزریقولو کې ډېره اسانتیا رامنځته کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب