د زړه له حملې وروسته، تر پنځو کلونو احتیاط کوئ

Image caption د زړه حمله مخ پر ودو هېوادونو کې د مړینې لومړی یا دویم لامل دی

نوې څېړنه وايي، د زړه لومړۍ حمله د نورو حملو د راتلو پیلامه ده او ناروغ باید تر پنځو کلونو خپلې روغتيا ته زیات پام وکړي.

دغه څېړنه د کاناډايي څېړونکو له خوا په ۲۶زره د زړه ناروغۍ لرونکو کسانو تر سره شوې ده.

دمګړۍ هغوی چې لومړی ځل پرې د زړه حمله راځي تر ۹۰ ورځو تر روغتيايي څارنې لاندې نیول کېږي، خو د دغې څېړنډلې مشر ډاکټر ریچارډ شوراتز وايي، هغوی چې د زړه حمله پرې راغلې باید تر کلونو تر څارنې لاندې ونیول شي.

د وینې د فشار او د زړه د دربا کنټرول، د ژوند بڼې بدلون، تکړښت (سپورت)، سیګرټ نه څکول او نور، هغه چارې دي چې د ډاکټر شوارتز په خبره باید د زړه تر حملې وروسته جدي پاملرنه ورته وشي.

۳۶ سلنه د زړه حملې ناروغۍ لرونکي کسان چې په دغه څېړنه کې تر ارزونې لاندې نیول شوي وو، له لومړۍ حملې وروسته تر پنځو کلونو بیاځلي حمله پرې راغلې یا مړه شوي دي.

د ودې په حال هېوادونو کې د زړه حمله د انسانانو د مړینې لومړنی یا دویم لامل دی، خو په پرمختللیو هېوادونو لکه شمالي امریکا او لوېديځه اروپا کې بیا د زړه حمله د انسانانو د مړینې درېیم یا څلورم عامل دی.

ډاکټر مایکل هیل د کاناډا د روغتيا ټولنې مجلې ته ویلي، د عام باور پر خلاف د زړه حمله یوازې د عمر خوړلیو کسانو لپاره نه، بلکې د ټولې ټولنې لپاره ګواښ دی.

ورته مطالب