د ګوګل خبرداری: سایبري غلا به دوام مومي

Ransomware screenshot
Image caption ګوګل موندلې چې Ransomware د خپل جوړوونکي لپاره هره میاشت نژدې یو میلیون ډالر جوړوي. د Ransomware د فعالېدو پر مهال د کمپیوټر صفحه داسې ښکاري.

د ګوګل شرکت يوه پلټنه ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې کمپيوټري يا سايبري غلو ٢٥ ميلیونه ډالر د کمپیوټري سیستم د بېرته د سپارلو په بدل کې له خلکو تر لاسه کړي.

دغه غله د رنسم وېر ransomware په نوم يو کمپيوټري پروگرام کاروي چې هغه د کميپوټر خاوندانو ته اجازه نه ورکوي چې خپل کمپوټر پرانيزي. د دې پروګرام په شتون کې کمپيوټر له کاره غورځي او په کمپيوټر کې جمع شوي فايلونه يا معلومات په کوډ بدلېږي چې لوستل او پوهېدل پرې ناشوني وي.

دغو غلو زياتره پيسي په ٢٠١٦ کال کې جوړې کړي دي. همدا راز د ګوګل په دغه پلټنه کې راغلي چې سايبري غلو زياتره دغه پېسې د دوه ډوله پروگرامونو له لارې تر لاسه کړي دي، خو خبرداری ورکوي چې ښايي نور هم دوام وکړي.

ډېری سايبري غله دغه پېسې د بټ کوین (Bitcoin) له لارې چې يو ډول ډيجیټلي يا الېکرونیکي پيسې دي تر لاسه کوي. بټ کوین د پيسو د لېږد په بهير کې د مرکزي بانک رول ته اړتيا نه لېدل کېږي.

د ګوګل په تحقیق کې دا هم جوته شوې چې ٩٥ سلنه د بټ کوین ډيجیټلي پيسي د روسيې بي ټي سي یکسچېنج BTC-e exchange يا بي ټي سي یي BTC-e تبادلې له لارې په نغدو پيسو بدلېږي.

ددغه شرکت بنست اېښودونکی الکساندر د روان کال د جولاې په ٢٦نېټه د تورو پيسو د سپينولو پر مهال د يوناني پولیسو له خوا ونيول شو.

اړونده مطالب