میندوارې ښځې د څو کسانو خواړه وخوري؟

خواړه د انځور حقوق .
Image caption د میندوارۍ پروخت د دوو کسانو خواړه خوړل بابیزه خبره ده

تازه څېړنو ښودلې چې ‌‌‌‌‌‌ډېری ښځې په دې نه پوهېږي چې د میندوارۍ په وخت کې څومره خواړه وخورې.

‎د حمل په وخت کې د دوو کسانو د خوراک پرځای مسلې ‎ځینې کارونه خراب کړي دي.

‌‌‌‌‌ډیری خلک په دې خبره باور لري او دې سپارښتنې ته د عمل جامه وراغوندي.

دا خبره ناسمه ده، نو څومره اندازه کالوري بسنه کوي؟

د یوه بنسټ ګټې څېړنې ښوولې چې په هرو درو میندوارو ښځو کې یوازې یوه یې د دې پوښتنې په ځواب پوهېږي.

د سلامتیا په نوم بنسټ سپارښتنه کوي چې ښځې د میندوارۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې اضافه کالوري ته اړتیا نه لري.

شهزادګۍ ډیانا د نړۍ شوخه مور

استرالیایۍ ''لسو ورځو کې دوه ځلې میندواره شوې''

جوزجان کې لور له خپل پلاره میندواره شوې

"مېړه مې راپسې ټوپک راواخیست چې ولې زامن نه زيږوې؟"

خو په وروستیو درو میاشتوکې باید هره ورځ ۲۰۰ کالوري لرونکي خواړه یا تر دې هم زیات وخوري.

دا له هغو دوو وچو ډوډیو سره پرتله کولی شو چې د هغه پر مخ مو د زیتون غوړي وهلي وي، خو تازه څېړنې دا ثابتوي چې په دې برخه کې میندوارو ښځو ته نوې خبرتیاوې په سمه توګه نه رسول کېږي.

‎د دوو کسانو پرځای د خوراک مسلې په تړاو ‎په دغه څېړنه کې ٢١٠٠ تنو ښځو برخه اخیستې ده . ‎

په هرو دور ښځو کې یوې یې داسې فکر کاوه چې د میندوارۍ له پیله ۳۰۰ کالوري لرونکو اضافه خوړو ته اړتیا لري، خو سلامتیا مؤسسه وايي، میندې په دې لټه کې دي چې د اوو کسانو د خوراک مسله له منځه یسوي.

د مینداورو ښځو یو پر څلورمې برخې ویلي، دا مني چې له دې سپارښتنې ګټه واخیستله شي، او له ناسالمو خوړو ډډه وشي.

په بریتانیا کې د ګډې خیریه مؤسسې مشر الیکس دیویس وايي، دا مسله ددې لامل کېږي چې میندوارو ښځو ته دې په سمه توګه خبرتیاوې ونه رسېږي.

دی وايي، سالمه تغذیه او په کافي اندازه خواړه له میندوارۍ وړاندې او وروسته ډېر اړین دي؛ ځکه چې په میندوارۍ کې د ستونزو لامل ګرځي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سلامتیا په نوم بنسټ سپارښتنه کوي چې ښځې د میندوارۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې اضافه کالوري ته اړتیا نه لري.

د بېلګې په توګه؛ د میندوارۍ پرمهال د شکر په ناروغۍ د اخته کېدو شونتیا کمېږي او ځینې وخت ان د زړه د رګونو د بندېدو مخه هم نیول کېدای شي.

یوه ښځه په اوسط ډول هره ورځ ۲۰۰۰ کالوري ته اړتیا لري، چې اوبه او څښاک دواړه پکې شامل دي، خو د میندوارۍوروستیو درو میاشتو کې باید هره ورځ ۲۰۰ اضافه کالوري وخوري. په لومړیو شپږو میاشتوکې د مخکېنیو هغو پرتله اضافي کالوري ته اړتیا نه لري.

کوم څیزونه وخورو؟

یو پر انډول خوراکي رژیم له پنځو اصلي خوراکي توکو جوړ دی: سبزیجات، کربوهیډرات، لکه کچالو او مکروني، پروتین لکه کب، هګۍ او خوښه، او لبنیات لکه شیدې او مستې. میندوارې ښځې د څو کسانو خواړه وخوري؟

اړونده مطالب

ورته مطالب