د اپل شرکت "الکترونیکي بټوو" کار ډېر اسانه کړی

اپل د انځور حقوق Getty Images
Image caption اپل شرکت اعلان کړی راتلونکې میاشت کله چې مارکیټ ته نوي ایفونونه وړاندې کېږي

د اپل په نوم د ټکنالوژۍ ستر نړیوال شرکت د نویو "اپس" پا کاریالونو په جوړولو سره د ایفون سوداګري ډېره غوړولې ده.

"اپل پې" یا الکټرونیکي بټوې چې ډېری یې هټیو کې د کریډیټ کارت په توګه کاروي او همدارنګه اپل موزیک له اپل شرکت سره د مشتریانو په ډېرولو کې ډېره مرسته کړې ده.

مارکیټ ته ددغو پروګرامونو په وړاندې کولو سره، اپل شرکت د کال د څلورمې برخې عوایدو کې ۱۲ سلنه (چې اته ۸٫۷ میلیارده ډالر کېږي) ډېروالی راغلی.

اوس په ډېری هټیو او د ټکټونو د خرڅلاو ځایونو کې د نغدو پیسو پرځای یا د بانک د کارت پرځای اپل پې یا الکترونیکي بټوه کارول کېږي، پرته له دې چې هټیوال ته د خپل بانکي حساب په اړه اړین معلومات ورکړي، هټۍ یا د ټکټونو د پېر په ځای کې خپل ټیلیفون په ځانګړي ځای ماشین تېروي د وخت د سپما په موخه یوه ثانیه کې کار کېږي.

اپل شرکت اعلان کړی راتلونکې میاشت کله چې مارکیټ ته نوي ایفونونه وړاندې کېږي، چې د پلور کچه به یې خورا اوچته وي، د نوموړي شرکت عوایدو کې به هم ډېروالی راشي.

د اپل فعالیت سیسټم کې نیمګړتیاوې معلومې شوې

اپل نن نوی ای فون بازار ته وړاندې کوي

اپل چین کې د 'ایفون' نښې په تړاو قضیه وبایلله

د اپل شرکت اجراییوي مشر تیم کوک ماریکټ ته د نویو ایفونونو وړاندې کولو په اړه هېڅ هم نه دي ویلي؛ ځکه هغه وېرېږي که د نویو تیلیفونونو او د هغوی د خصوصیاتو په اړه ډېر تفصیلات ورکړي، خلک به د زړو ایفونونو پېرل بند کړي.

خو دی وايي که سم لاسي د نویو ایفونونو خبر د زړو هغو پر مارکیټ اغېز کا، هغه به بازار ته د نویو ایفونونو په راوتلو سره په اسانۍ جبیره شي.

اپل شرکت چې په نړیواله کچه د ایفون د پلور له درکه یې کلني عواید ۴۵٫۴ میلیارده ډالره دي، د چین پر خپل مارکیټ ډېره تکیه لري؛ ځکه له یو خوا اپل شرکت د خپلو تیلیفونونو ډېری هارډویر (ساوتري/ پرزې) په چین کې جوړوي او له بل پلوه هم د ایفون لپاره ښه مارکیټ دی.

د تېر کال پرتله چین کې سږ کال د اپل عوایدو کې ۹٫۵ سلنه کمښت راغلی (عواید یې نژدې ۸ میلیاردو ډالرو ته راټیټ شوي).

د انځور حقوق Getty Images
Image caption "اپل پې" یا الکټرونیکي بټوې چې ډېری یې هټیو کې د کریډیټ کارت په توګه کاروي او همدارنګه اپل موزیک له اپل شرکت سره د مشتریانو په ډېرولو کې ډېره مرسته کړې ده.

که څه هم ګڼ خلک د نویو ایفونونو راوتلو لپاره شېبې شمېري، خو اپل شرکت وايي، د زړو هغو په پلور کې ډېروالی راغلی او اپل وايي کال په کال د دوی د تیلیفونونو پلور کې ۲۸ سلنه ډېروالی راځي.

اپل شرکت د نورو تولیداتو (ایفون ساعتونو، اپل تلوېزیونونو او ایپاډ او د ځینو نورو) په پلور کې ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی.

په تېرو لسو کلونو کې ۱٫۲ میلیارده ایفونونه پلورل شوي دي.