د ایچ ای وې مخنیوي درملو وېش پیلېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین وايي، تجربو ثابته کړې، چې دغه درمل پر ایچ ای وي ویروس د ککړېدو ۸۶ سلنه مخنیوی کوي

د برتانیا عامې روغتیا ادارې (این ایچ ایس) ویلي بالاخره هغه درمل ورته ورسېدل او راتلونکې میاشت به یې وېش پیل شي، چې پر ایچ ای وي ویروس د ککړېدو خطر کموي. تېر کال د دغو درملو د بيې پرې کولو پر سر ناندرۍ ان تر محکمو پورې رسېدلې وې.

په لومړي سر کې به دغه ټابلیټ ۱۰ زره کسانو ته د درېیو کلونو لپاره په ازمایښتي توګه ورکول کېږي.

فعالانو دغه اقدام ستایلی دی او دا یې یو 'زړور ' ګام بللی، چې په وینا یې د ویروس خپرېدو مخنیوي کې ګټوره چاره ده.

د سکاټلنډ عامې روغتیا اداره به اړمنو ته د ایچ ای وې مخنیوي درمل ورکوي

د ۲۰۱۴ تر پایه په ایډز د ۴۳۰۰ افغانانو د اخته کېدو وېره

م م: په ایچ ای وي داخته ماشومانو شمېر لږ شوی

له تر سره شویو ازموینو ثابته شوې، چې دغه درمل پر ایچ ای وې د ککړېدو خطر ۸۶ سلنه کموي.

د جنسي روغتیا کلینیکونه به له سپتمبر میاشتې په لندن، برایټون، مانچسټر، لیورپول او شفیلډ ښارونو کې هغو کسانو ته د درملو وېش پیل کړي، چې پر ویروس د ککړېدو له جدي خطر سره مخامخ دي. د انګلستان عامې روغتیا ادارې مشر سایمن سټېونز ویلي:

''دا په درېیو لسیزو کې د بشري روغتیا لپاره د یوه جدي خطر مخنیوي هڅو کې د بریا یو بل پړاو دی. ''

عامې روغتیا ادارې مخکې د درملو بیې پرې کولو پر سر اختلاف درلود او غوښتل یې، چې د عامې روغتیا ادارې پر ځای باید ځايي چارواکي پرې کړي.

بل لور ته د ټېرینس های جینس ټرسټ ادارې مشر ایان ګرین ویلي، باید د ۲۰۱۸ کال له پسرلي مخکې دغه ازمایښتي لړۍ بشپړه شي:

'' باید دا باوري شي، چې د کال تر پایه داسې هېڅوک بې درملو پاتې نه شي، چې پر ویروس د ککړېدو له خطر سره مخامخ دي. ''

اړونده مطالب