د جین د ترمیم
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جین د ترمیم

هغو زرګونو کورنیو لپاره ښه زېری چې، په وېره کې دي چې، خپل یو بد یا بېکاره جین چې ناروغۍ پیدا کوي، ښايي اولادونه یا راتلونکو نسلونو ته په میراث ورکړي. د لومړي ځل لپاره، ساینسپوهانو اوس د انسان په جنین کې یو بد جین ترمیم کړی دی خو هغه کسان چې د دې کار مخالف دي او نیوکې کوي خبرداری ورکوي چې دا تخنیک ښايي بلاخر د فرمایشي ماشومانو جوړولو لپاره وکارول شي .