ویټامین بي ۳ ښايي د ماشوم د زیانولو او ولادي معلولیتونو مخه ونیسي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوې څېړنې موندلې چې د نیاسین (ویټامین بي ۳) خوړل ښايي د ماشوم د زیانولو مخنیوي کې مرسته وکړي.

یوه څېړنه چې پر موږکانو شوې وايي د ویټامین بي ۳ اخیستل یا خوړل کېدای شي د ماشوم د زیانولو او ولادي معلولیتونو مخه ونیسي.

د اسټرالیا د سیډني د ویکټور چانګ انسټیټوټ څېړونکو دا "غبرګ پرمختګ" بللی، ځکه چې دوی یې هم علت موندلی او هم یې د مخنیوی حل لاره موندلې.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې هرکال ۷.۹ میلیونه ماشومان له ولادي معلولیتونوسره زیږي، څېړونکي هیله لري چې د موندنو ګټې به یې ډېرې پراخې وي.

خو یو کارپوه وویل له دغو موندنو څخه حامله یا مېندوارو ښځو ته "سپارښتنې نشي ورکول کېدای".

څېړونکو د څلورو کورنیو ډي اېن اې (DNA) په اړه پلټنې وکړې چې مېندو په کې څوځله ماشومان زیان کړي وو یا یې ماشومان د ګڼو ولادې معلولیتونوسره زیږېدلي وو، لکه د زړه، پښتورګو، د ملا تیر د مهرو ستونزې اویا دا چې په شونډو او کام یې یو لوی درز موجود و.

څېړونکو په دوو جینونو کې بدلونونه وموندل چې له امله یې ماشومانو کې د یو مهم مالیکیول ، چې نیکوتین اماید اډینین ډای نوکلیوتایډ (Nicotinamide adenine dinucleotide (NAD)) نومېږي، کمښت موجود و. دا مالیکیول د بدن حجرو ته اجازه ورکوي چې انرژي تولید کړي او د بدن غړي په نورماله توګه وده وکړي.

مشرې څېړونکې پروفیسرې سالي ډن ووډي په موږکانو کې دغه بدلونونه وڅېړل او ویې موندله چې که حامله یا مېندوارې مېندې نیاسین (ویټامین بي ۳) واخلي دا نیمګړتیا له منځه تلای شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نړۍ کې هرکال ۷.۹ میلیونه ماشومان له ولادي معلولیتونوسره زیږي، څېړونکي هیله لري چې د موندنو ګټې به یې ډېرې پراخې وي.

پروفیسرې سالي وویل، "په خپل بدن کې د نیکوتین اماید ادینین ډای نوکلیوتایډ په تقویه کولو سره په بشپړه توګه د ماشوم د زیانولو او ولادي معلولیتونو مخه نیولی شئ او له جنیټیکي ستونزې تېرېږي. نادره ده چې په يوه څېړنه کې هم علت او هم د مخنیوي لاره ومومئ. مخنیوی یې ډېر ساده دی او هغه یو ویټامین دي".

له جنیټیکي ستونزې تېرېدل

ډاکټرې کیټي موریس، د برمینګهم په پوهنتون کې د ميندو او ماشومانو د ولادي درملو متخصصې وویل، "په داسې حال کې چې دا له هیچا نه ډکه موندنه ده، خو له مخې یې مېندوارو مېندو ته، چې ښايي د ویټامین بې ۳ له کمښت سره مخ وي، کومې سپارښتنې نشي ورکول کېدای.

"هغه اندازه ویټامین بې ۳ چې د دې څېړنو په ترڅ کې کارول شوي دي د هغې اندازې پرتله چې ښځوته معمولا توصیه کېږي ۱۰ ځله ډېره ده".

هغې وویل د دغسې لوړې اندازې ویټامین بې ۳ ورکولو جانبي اغېزې نه دې معلومې، ځکه چې د حامله ګۍ ستونزې معمولا د یو شمېر بېلابېلو عواملو د پیچلي تعامل او متقابلو اغېزو له امله رامنځته کېږي.

د بریتانیا د بریسټل پوهنتون پروفیسرې جین ګولډینګ دا موندنه "یو پوخ کار" وباله خو خبرداری یې ورکړ چې له دې موندنو څخه باید له حده زیاته نتیجه وانخيستل شي، ځکه چې دا څېړنه یواځې د څلورو کورنیو او موږکانو د جینونو په هکله شوې ده.

پروفیسره ډن ووډي د اوس لپاره مېندوارو ښځوته دا توصیه کوي چې د حامله ګۍ یا مېندوارۍ په وخت کې له ډاکټر څخه د مېندوارۍ ځانګړي ویټامینونه ترلاسه کړي، چې په هغوکې ۱۸ میلي ګرامه نیاسین(ویټامین بي ۳) هم شامل وي.

خو هغه وايي چې "د غذايي توکو په جذبولو کې موږ ټول یو شان نه یوو، زموږ د بدن وزن او د شکرې ناروغي کولای شي پر دې باندې اغېز وکړي چې یوه ښځه څرنګه د نیکوتین اماید ادینین دای نوکلیوتایډ مالیکیول تولیدوي".

دغې ډاکټرې زیاته کړه، "موږ نه پوهېږو دا ښځې څوک دي چې په کافي اندازه [دغه مالیکیولونه] نشي تولیدولی، او په دې هکله به نورې څېړنې کوو".

اړونده مطالب

ورته مطالب