لمر تندر نیول څنګه پېښېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اګسټ په ۲۱ د امریکا یوه ایالت کې دوه مېرمنې د لمر تندر نیولو ننداره کوي.

د اګسټ پر ۲۱ امریکا کې لمر بشپړ تندر نیولی و، چې تاریخي تندر نیول یې بولي.

ځکه له اورګون تر سوېلي کارولینا پورې د امریکا له لوېدیځې تر ختیځې سمندرغاړې خلکو په ځانګړو سترګیو او دروبینونو سره لمر ته کتل.

له ۱۹۱۸ کال راهیسې نږدې یوه پېړۍ کېږي چې امریکا کې داسې سخت لمر تندر نیول پېښ شوي نه و چې خلک یې له لر او بره وویني.

پر دې سربېره دا پر ۱۷۷۶ کال د امریکا له خپلواکۍ راهیسې لومړی ځل دی چې یواځې د امریکا خاوره کې لمر تندر نیسي.

* ستورو او اسمان ته سفر

* لمر ته جوړ، نور ناروغ ماشومان

کوم مهال چې بشپړ لمر تندر نیسي، د لمر تاج یا کورونا په نوم د لمر اتموسفیر لیدلی شي، چې د ډېرو ګرمو ګازونو تیندۍ( شپول یا هاله) ده او عادي حالت کې نه لیدل کېږي.

ځینې ستورپوهان یا نجومیان دا ښکارنده(پدیده) تر ټولو ښکلې طبیعي ښکارنده بولي.

خو د لمر تندر نیولو پر مهال هیڅکله هم له سترګیو یا بل څه پرته لمر ته مه ګورئ.

کله لمر تندر نیسي؟

د انځور حقوق Getty Images

کسوف یا لمر تندر نیول هغه مهال پېښېږي چې سپوږمۍ د ځمکې د کتونکي له پلوه د لمر مقابل کې درېږي او مخ یې پټوي.

بله مهمه مسله چې لمر تندر نیول پېښوي دا ده چې د لمر او سپوږمۍ د زاویې قطر یو شان دی، دا ورتوالی د لمر بشپړ تندر نیولو سبب کېږي.

* کوم هېواد کې روژه اوږده ده؟

* د لمر له مخې د زهره سیارې عجیبه تېرېدنه

د لمر بشپړ تندر نیولو پر مهال اسمان او ځمکه تیاره وي او ان ځینې ستوري په رڼا ورځ لیدل کېږي.

ولې هره نوې میاشت لمر تندر نه نیسي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا په اورګون ایالت کې د لمر تندر نیولو جشن.

د امریکا د تشیالي مرکز یا ناسا په خبره، لمر تندر نیول هغه مهال پېښېږي چې سپوږمۍ د البروج دایرې له مخ نیمه درجه واټن لري او پر داسې کرښه وي چې د لمر او ځمکې له مرکز تېرېږي.

سپوږمۍ په داسې مدار کې خوځېږي چې د البروج درجې له مخ سره پنځه درجې نسبت لري او میاشت کې دوه ځلې سپوږمۍ د البروج دایرې له مخ تېرېږي او دې ته د صعود او نزول د تقاطع یا ټکر ټکي وايي.

لمر تندر نیول یواځې هغه مهال پېښېږي چې نوې میاشت یا سپوږمۍ یو له دې ټکو سره نږدې وي.

د لمر تندر نیولو خوندي ننداره

د انځور حقوق Press Association
Image caption بی نهایت مهم است که برای تماشای خورشید از فیلترهای مخصوص این کار استفاده کنید

که سپوږمۍ د لمر مخ بشپړ نیولی وي یانې بشپړ لمر تندر نیولی وي، نو دغسې حالت کې لمر ته ډېر کتل خطرناک دي.

که لمر ان لږ هم تندر نیولی وي، پکار ده چې د نندارې لپاره یې ځانګړې سترګۍ او فیلترونه وکارول شي.

کورني فیلترونه چې ان ډېر تیاره هم وي د لمر نندارې لپاره مناسب نه دي.

دا فیلترونه باید د نړیوال سټنډرډ ۲- ۱۲۳۱۲ سره برابر وي.

پر ژویو د لمر تندر نیول اغېز

د انځور حقوق Getty Images

پوهنیزې ادارې وايي، چې د بشپړ لمر تندر نیولو پر مهال ډېر ژوي وېرېږي او چلند یې بدلېږي، ځکه دوی فکر کوي چې ماښام شوی دی.

د دې بدلون د لیدلو لپاره د بشپړ لمر تندر نیولو پر مهال خپل کورني مرغان یا څاروي څارلی شئ.

لمر تندر نیول څومره مخینه لري؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لمر تندر نیولو انځور.

د ناسا په خبره، بابلیانو د سپوږمۍ تندر نیولو اټکل کولی شو، خو د لمر تندر نیولو وړاندوینه ډېره سخته ده، ځکه چې د ځمکې پر مخ یې د لیدلو وړ سیوری یواځې څو کیلومتره دی او د ډېر لوړ کچ محاسبو ته اړتیا لري.

ویل کېږي تالس پر ۶۱۰ مخزېږد(قبلالمیلاد) کال د لمر تندر نیولو وړاندوینه وکړه، چې تکیه یې پر پخواني لمر تندر نیولو او له ساروس څرخ( ۱۸ کاله او ۱۱ ورځې) کار اخیستل و.

* الوتکې د لمر په انرژۍ الوتنه وکړه

* "د لمر وړانګې وزن کمولو کې مرسته کولی شي"

ساروس څرخ هغه پړاو دی چې د تندر(لمر یا سپوږمۍ) نیولو لپاره کارېږي. یو ساروس څرخ له ۱۸ لمریزو کلونو او ۱۱ ورځو او ۸ ګړیو سره برابر دی.

هغه(تالس) یې د پېښېدلو کال اټکل کړ، خو ورځ او میاشت یې اټکل نه کړه.

مګر د بتلیموس پر مهال او له میلاد دوه پېړۍ مخکې د لمر نیولو اټکل ډېر کره شو.

د لمر تندر نیولو لومړنۍ نېټه

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption کله چي لمر بشپړ تندر نیولی وي، ستوري هم ښکاري.

ویل کېږي اولنی لمر تندر نیول چې د انسان تاریخ کې ثبت شوي د ۲۱۳۴ مخزېږد کال د اکټوبر پر ۱۱ و، چې دوو چینايي ستورپوهانو دا کار کړی.

البته هغوی یې د پېښېدلو اټکل نه و کړی.

بابلیانو لمر تندر نیول پر ۱۳۷۵ مخزېږد د مۍ پر دریمه اټکل او ثبت کړ چې په تاریخ کې د دې ښکارندې بریالۍ وړاندوینه ده.

فکر کېږي چې بابلیان هم پر ساروس څرخ پوهېدل.

له لمر تندر نیولو وروسته تر یو ساروس څرخ تېرېدلو، لمر، سپوږمۍ او ځمکه تشیال کې هغه ځای ته ستنېږي چې یو نېغ خط دی.

امریکا کې بل لمر تندر نیول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خلک د لمر تندر نیولو ننداري لپاره یوه پارک ته د تللو پر مهال کتار ولاړ دي.

په امریکا کې به اوه کاله وروسته د ۲۰۲۴ کال د اپرېل پر اتمه بیا بشپړ لمر تندر نیول وي.

پر ځمکه بل بشپړ لمر تندر نیول ژر پېښېږي.

پر ۲۰۱۹ کال به دا پېښه په نیمه سوېل کوره کې له چیلي تر ارجنټاین ولیدل شي.

یو بل کسوف هم پر ۲۰۲۰ پېښېږي.