چین: د نړۍ تر ټولو چټک اور ګاډی ځغاستې ته چمتو دی

A high-speed train runs past the accident site of the earlier collision of two trains on July 24, 2011 in Wenzhou, Zhejiang Province of China د انځور حقوق Getty Images
Image caption د خورا چټکو اور ګاډو له ټکر وروسته د پټلۍ وزارت کې د لویې کچې بډو خبره پیدا شوه.

چین کې د چټکې ځغاستې اورګاډي یو ځل بیا د نړۍ اورګاډو کې مخکښ بلل شوي دي.

د فوکشینګ یا (بیا ځوانۍ) په نامه دغه اورګاډي ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال په ټپه ودرول شول، چې یوه ساعت کې د ۳۰۰ کیلومتره سفر پر مهال له ترافیکي پېښې سره مخامخ شول.

هغه پېښه کې ۴۰ کسان وژل شوي وو. له راتلونکې اوونۍ وروسته به یو شمېر دغه ډول اورګاډو ته اجازه ورکړل شي، چې په یوه ساعت کې د ۳۵۰ کیلومتره په سرعت سفر وکړی.

د سپتمبر تر ۲۱ به دغه ډول اوو اورګاډو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي، چې 'بلټ 'اورګاډي هم بلل کېږي.

په ډېر سرعت سره د ځغلیدونکو اورګاډو سیسټم بیا رغاونې حکومتي پالیسۍ ته په پام سره دغو ګاډو ته د فوکشینګ یا بیا ځوانۍ نوم ورکړل شوی دی.

په ګاډو کې داسې سیسټم لګول شوی، چې د پېښو یا بېړني حالت پر مهال به په خپله سوکه کېږي او یا به په ټپه درېږي.

د چین اورګاډو ملي اداره وايي دوی د پټلیو لا ښه فعالیت لپاره هلې ځلې کوي او دې سره ښايي د اورګاډو سرعت په یوه ساعت کې څلور سوه کیلومترو ته ورسېږي.

چین کې ۱۹۹۶۰ کیلومتره اوږدې پټلۍ

د انځور حقوق Getty Images

داسې باور کېږي، چین د اورګاډي داسې ۱۹۹۶۰ کیلومتره اوږدې پټلۍ لري، چې اورګاډي پرې په ډېره چټکۍ سره ځغاستلای شي.

د ۲۰۱۱ کال له پېښې وروسته د چین اورګاډي وزارت کې پراخې څېړنې او پلټنې وشوې او پر ځینو چارواکو د فساد تورونه پورې شول.

د څېړنو پایله کې وموندل شوه، چې یو شمېر چارواکي په فساد کې ښکېل وو او یا یې له واکه ناروا ګټه اخیسته او پایله کې یې دوو کسانو ته د اعدام لغو شوې سزا ورکړل شوې وه.

اړونده مطالب