د سمسونګ مشر په بند محکوم شوی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سمسونګ مشر په بند محکوم شوی

د نړۍ ځيرکو ټليفونو تر ټولو لوی جوړوونکي شرکت سمسونګ اجرايه مشر، جنوبي کوریا کې د يوې محکمې له خوا په رشوت ورکولو او شوکو ګرم پېژندل شوی، او پنځه کاله بند سزا یې ورکړې ده.

پر میلياردر لي جې يونګ، تور و، چې د دغه هېواد پخوانۍ ولسمشرې پارک ګيون هې، نژدې کسانو ته يې د حکومت له لوري د نېکيو بدل کې د شپږ ميليونو ډالرو په ارزښت نامناسبې ورکړې کړې وې. دې راپور کې د انځور اخيستو فلش برېښناوې هم دي.